د اسلامي قانون او اساسي قانون تر منځ توپیر

د اسلامي قانون او اساسي قانون تر منځ توپیر

لیکوال: فضل الرحمن اغا

اساسي قانون او اسلامي قانون تر منځ زیات توپیر دی خو ما خپل د قاري سعید خوستی د یو اوږد بحث څخه څه توپیر دلته رااخیستی دی

د نصرت غني په نوم يو ورور چې د افغان حکومت ملاتړی، د اساسي قانون د مادو په اړه یې بحث د قاري سعید خوستي سره

نصرت غني : قاري صاحب یو وخت تاسو په لایف کې وویل چې د افغانستان په اساسي قانون کې یو ماده ده چې (سائر ادیان کولائشي چې په افغانستان کې آزاد ژوند وکړي)بیا تاسو دا خبره وکړه چې باید په اساسي قانون کې سائر ادیان نه وایي یادشوي یوازې هندوان یاد شوي وای او په افغانستان کې واوسي او ازاد ژوند وکړي، خو اوس بیرته تاسو یو سړي ته وویل چې په خوست کې خلګو د هندوانو ځمکي لاندې کړي وې چې بیا مو‌‌ږ بیرته ورڅخه واخیستل هندوانو ته مو تسلیم کړې، نو په اسلامي خاوره کې باید په اسلامي خاوره کې هر مذهب والا ژوند وکړي که هغه هندو،یهودي،عیسوي او یا کوم بل مذهب وي حق لپاره په یو جغرافیه کې ژوند وکړي نو بیا به تاسو څه کوئ آیا خپله دا خبره به بیرته رد کوئ ؟

قاري سعید خوستی: محترمه زما سره په لاس کې اساسي قانون دي ما هم دستي ستاسو د خبري سره سم همدا ماده راواړول، ورته غوږ شه، اساسي قانون لمړۍ فصل (دولت) دی د همدې فصل دویمه ماده،

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دین د اسلام سپېڅلی دین دی.*

د نورو ادیانو پیروان د خپل دین په پیروي او د خپلو دیني مراسمو په اجرا، کې د قانون د حکمونو په حدودو کې آزاد دي.*

زه داسي وایم چې نورو ادیانو خلګ چې په افغانستان کې دي یعني نور ادیان په افغانستان کې یوازي سیک او هندوان دي د امریکایانو تر اشغال مخکې هم یوازي سیک او هندوان وه نور ادیان نه وه او بل دغه اساسي قانون په ۲۰۰۱م کال کې رانډکلفرنشن لخوا جوړ شوي دی، نو ځکه زموږ ملاحظه دا وه چې ولې سیک دا خبره نکوي چې نور ادیان دا خبره کوي او په اساسي قانون کې ټول کفر ته لار خلاصه ده که دلته یهودي، نصراني او که ملحد راځي ځکه دا مخکې نه وه په افغانستان کې نه وه نو ولې په اساسي قانون کې دا نه لیکل کېدل چې هندو او سیک دي په افغانستان کې آزاد ژوند وکړي او تاسو دې مادې ځېر شئ (د نورو ادیانو پیروان د خپل دین په پیروي او د خپلو دیني مراسمو په اجرا، کې د قانون د حکمونو په حدودو کې آزاد دي) یعني چې څومره کفر دی که یهودي دي که نصراني که ملحد دی او که مجوسي دي هغه دلته ددین په پیروي او خپل دیني مراسم په ازاد ډول اجرا، کولائشي  دقانون په حکمونو کې. خو اوس راڅه د اساسي قاون دیرشمي مادې ته د قانون تعریف کوي، قانون جاته وایي (قانون هغه مسوده ده چې د دوو مجلسونو له لورې تصویب او د ولسمشرله لورې توشیح شي) یعني په په اساسي قاونون کې یا افغانستان یا نورو هېوادو کې قانون فقه، شریعت،اسلام ته نه وايي بلکې قانون هغه ته وايي چې د د دوو مجلسیونه له لورې تصویب او د ولسمشر له لورې توشیح شي، نو هر کافر ته دا اجازه ورکړل شوه په شریعي قانون کې نه بلکې په اساسي قانون کې چې یو کافر دې په اسلامي هېواد کې خپل دیني مراسم په څرګنده توګه اجرا، کړي، خو اسلام بیا دا اجازه کافر ته نه ورکوي، هندو یا سیک دا کولائشي چې خپل مراسم دننه په درمسال کې اجرا کړي خودا اجازه نشته چې بهر یې اجرا کړي سړکان دي بند کړي، خو متآسفانه چې په افغانستان کې اساسي قانون دا اجازه ورکړې ده چې بهر دي خپل مراسم اجرا کړي سړک بند کړي امنیت یې ونیول شي مطبوعات(رسنۍ) دې ددوي په خدمت کې وي یعني هغوي په څرګنده ډول خپل دین ته کمپاین کوي مثلاً د شعیه ګانو مراسم وي څلور یا پنځه ورځې مخکې په کابل کې لارې بندي وي مګر خپله مسلمان خپل دیني مراسم په ازاد ډول نشي لمانځلائ پټ یې لمانځي د کفر څخه

خو موږ د هر دین حقوق ساتلي دي که هندو دی که سیک خو د دعوت لپاره اجازه نسته چې خپل د دعوت لپاره بل چاته تدریس وکړي او یا تلویزیوني چینلونه ولري.

نصرت غني: قاري صاحب تاسو وویل چې زموږ اساسي قانون د فقهي،اسلام  او شریعت سره په ټکر کې ده زموږ د افغانستان اساسي قانون حتماً د شریعت سره په ټکر کې ندی ځکه دلته اساسي قانون کې ویل شوي دي چې (د افغانستان دین اسلام دي د اسلام سره په مغایرت سره هیڅ قانون نشي وضع کیدلائ) زموږ د اساسي قانون د اسلام سره په ټکر کې نده بلکې ورسره موافق ده ځکه دلته په اساسي قانون کې په په صراحت سره دا ماده زکر ده.

قاري سعید خوستی: محترمه اول دا راته ووایه چې دا کوم نمبر ماده ده چې زه یې په اساسي قانون کې راواړم، او ګوره اساسي قانون ما درس کړي دی ۱۶۲ مادې لري او دولس فصل لري اساسي قانون ماده په ماده ما مجاهدینو ته درس کړي هم دي پر همدې ماده بحث درسره کوم او تا به پر همدې ماده پوهه کړم.

نصرت غني: زما سره نه قلم شته نه کتابچه البته دا ماده زما په یاد ده د خپل ذهن څخه مې درته وویل .

قاري سعید خوستی: تاسو چې کومه ماده ذکر کړه دا ماده فکر کوم نسته خو بیا هم اساسي قانون نن سبا هر ځای سته د انټرنیټ څخه یې راواخله ماته دا ماده را پیدا کړه زه به درته انتظار شم ، او ستا اساسي قانون چې هر ځای د اسلام یادونه کړې ده حقوقي بڼه نه لري بلکې نمایشي بڼه دلری او یا کوم ځای کې د اسلام یادونه شوې ده هلته اسلام مقیید ده په قانون سره چې قانون یې دغه قانون ته ویل کیږي او دا وضعي قانون دي.

نصرت غني: دا زموږ قانون ته تاسو وضعي قانون وایاست نو دا د چیش څخه استنباط شوي دي؟

قاري سعید خوستی: دا خیټي څخه استنباط سوي دي، خلګو د خپل ځان څخه جوړ کړي دي

 نصرت غني : ګوره زموږ دا د اساسي قانون دا ماده ده (د افغانستان دین اسلام دي د اسلام سره په مغایرت سره هیڅ قانون نشي وضع کیدلائ) نو که یو خارجي سفیر راشي افغانستان ته یا هندوسیاسي پناه یې راوړه نو که خپل په کور کې یا کلیسا کې آیا دوي خپل دیني مراسم نشي لمانځلای؟

قاري سعید خوستی: محترمه اول خو تاسو ته هغه مادې راواخلم چې د اسلام سره په ټکر کې دي ځکه تاسو وویل چې اساسي قانون د اسلام سره په ټکر کې ندی نو زه به تاسو اول پوهه کړم په اساسي قانون که څه هم دا اوسني موضوع د بحث  نده ، نو اوله خبره دا چې د افغانستان اساسي قانون درې ځایه، د بشرحقوقو نړیواله اعلامیه او ملګرو ملتونو منشور منلی دی یوازي یې منلی ندي بلکې داسې یې وائ ددې اساسي قانون مادو منل داد هر افغان وجیبه ده نو که ته افغان يې ددې منل یې پر تا واجب کړي دي او د بشر حقوقو نړیواله ادهاره شپاړسمه ماده راواړوه اول بند داسې وايي ۱۶ ماده (هر بالغ نارینه او ښځینه بیله هیڅ ډول محدودیته توکم،ملیت یا دین له اړخه حق لری چې واده وکړي او کورنۍ جوړه کړي دوي، د واده کولو او د هغه په وخت کې د بیرته فسخه کولو کې مساوي او برابر حق لري) یو خو هر سړی کولای شی پرته د توکم، ملیت او دین څخه د هر چاسره واده کولای شي یعني توکم ملیت دین به معتبر نه وي د کافر سره مشرک سره ملحد سره کولای شي، خو اسلام بیا د کافر سره نکاح جایز کړې قال الله تعالی( ولاتنکح المشرک……..) ژباړه …..

نو دا اول بند يې د قران سره په ټکر کې دی او دوهم بند يې(د واده کولو او د هغه په وخت کې د بیرته فسخه کولو کې مساوي او برابر حق لري)یعني هم کولای شي چې تاته طلاق در کړي، خو په قران کې الله تعالی ښځي ته د طلاق حق ندي وړکړي نو اسلام کې ښځّ حق نلري چې سړي ته طلاق ورکړي نو د اساسي قاون چې حقوق بشر جوړ کړي دي دا ټوله ماده د اسلام سره صریح ټکر لري.

نصرت غني: زه ستاسره د بشر حقوقو نړیواله ادارې په اړه بحث نکوم زه به بحث په اساسي قانون کې درسره کوم

قاري سعید خوستی: بل خواته مه زه همدا اساسي قانون د بشر حقوقونړیوالې اعلامیه منلې ده او ستا د بشر حقوقو سریزه څه وایي غوږ شه، ستا اساسي قانون سریزه وایي « ملګرو ملتونومنشور د بشر حقوقو اعلامیې احکام منل شوي دي پر هر افغان د هغه منل واجب دي» دلته ماته اساسي قانون مخې ته پروت دی وایي، پر هر افغان د هغه منل واجب دي، پرته له استثناء نه، نه دا استثنا پکښي کې سته چې شپاړسمه ماده او اتلسمه ماده یې نه منم او نه دا استثناء پکسې سته چې ریلېګس فینش کوم چې په ملګرو ملتونو په منشور کې دیني او مذهبي سزاګانو ته جنایت ویل شوي دي نو پرته استثناء کوم شرط او قید څخه یې پر هر افغان واجب کړی دی تاسو راسئ اوس اتلسمي ماده راسه (هر څوک حق لري چې د فکر، وجدان او مذهب ازادۍ څخه برخمن شي)دا حق د مذهب او عقیدې د بدلول متضمن دی یعني یو افغان حق لري مرتد، یهودي، نصراني،مشرک او یا ملحد شي دده څخه دا حق څوک دده څخه نشي اخیستلائ، خو په اسلام کې د ارتداد سزا مرګ ده موږ یو کافراسلام ته په زور سره نه راولو اول دې اسلام ښه مطالعه کړي بیا که مسلمان سو د اسلام څخه دې بیرته نه تښتي که بیا مرتد سو دده حکم د مرګ سزا ده ځکه اسلام ته یې سپکاوی وکړ خو ستا اساسي قانون د دین څخه بل دین ته د اوښتلو اجازه ورکړې ده.

نصرت غني: ګوره قاري صاحب د افغانستان اساسي قانون د مادو په ردولو سره بیا هم زموږ لپاره دا کفایت کوي (دافغانستان اسلامي جمهوریت) زموږ د حکومت دین مقدس اسلام دي یوازې همدې مادې ټول شیان رد کړي دي او د ټولو لپاره کافي ده.

قاري سعید خوستی: (دافغانستان اسلامي جمهوریت )دا کفایت نکوي او نه هم هغه نوري مادې پر رد کیږي، ستا په هېواد کې ډیرو مسلمانانو اسلام پرېښود ستا قضل ولې هغوي ته سزا ور نکړل ځکه چې تا د بشر حقوقو نړیواله اعلامیه پرته له شرطه او قیده منلې ده تاسو ته يې ویلي دي چې د افغانستان دولت دین اسلام دي داخو بلکل اسلام دی د اسلام نوم خو په ډیرو هېوادو پروت دی نو باید تاسو داسې ویلي وائ چې د افغانستان د اساسي قانون څومره مادې چې د اسلام ضد دي هغه رد دي او هغه نه منل کیږي.

زه بیا اساسي قانون ته راګرځم دا کومه ماده چې تاسو یاده کؤل دلته لیکلي دي(د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دین د اسلام سپېڅلی دین دی) نو چې د اسلام سپېڅلی دین دي بیا ولې د بشرحقوقو نړیواله اعلامیه منی دا خو بیا سره تضاد دي په ټکر کې دي، خو د بشر حقوقو نړیواله اعلامیه یا د ملګوملتونو منشور چې په کلي ډول پرته د اسلام پرته له کوم قید او شرط څخه تاسو منلی دي ځکه هغه د حکمیت برخه ده د قانون برخه ده اسلام خو تاسو په انډویج اولي فردي برخه کې منلي دي اسلام سپېڅلی دین د افغانستان دولت دین دي خو په انفرادي ډول د حکم په برخه کې نه د قانون په برخه کې نه، د قانون په برخه کې په دا ټوله اساسي قانون کې ماته وښایه چې د افغانستان قانون اسلام دي یا په افغانستان کې به حکم په اسلام کیږي په فقه به کیږي .

نصرت غني : قاري صاحب د ملګروملتونو دحقوقو بشر منشور دا یوازې افغانستان منلی دی او که پاکستان،ایران، سعودي عربستان او نورو هېوادونو؟

قاري سعید خوستی: تاسو باید بحث بلې خواته یو نسئ زه او ته نه په ایران نه په یمن او نه په پاکستان کې ناست یو هغه د هغوي کار دي زه ساسره په اساسي قاون کې بحث کوم چې په هغه کې صریح کفر دي او په صریح ډول وایي ارتداد د افغان منل شوي حق دي هغه اعلامیه ستا دې اساسي قانون درې ځایه منلې ده په سریزه، دویم فصل او شپږم فصل کې یې منلې ده یوازي دي منلې نه بلکې پر ځان دي واجب هم ګڼلې ده.

او زه تاته چیلنج درکوم یو هېواد ماته راوښوه چې د بشرحقوقو نړیواله اعلامیه یې منلې وي

نصرت غني وویل د بشرحقوقونړیواله اعلامیه سعودي عربستان منلې ده په همدې وخت کې قاري سعید خوستي ورته وویل چې راوړه ماته د سعودي عربستان اساسي قانون نصرت غني ژر وویل کويټ منلې ده، قاري سعید خوستي ورته وویل د هغه قانون را ډاونلوډ کړه او ماته یې وښایه او تاسو بحث بل لوري ته مه وړی نصرت غني هم په ډیري تلواري سره وویل: چې سعودي عربستان چې زموږ مکه معظمه پکښې کې ده هغوي دا اعلامیه منلې ده نو موږ څه کاره یو چې نه یې منو

قاري سعید خوستي په ډیري نرمي سره ورته وویل اول خو ستاسو استدلال غلط دي چې تاسو وایاست سعودي اعلامیه منلې ده تاسو یې ولې نه منئ اول خو سعودي نه ده منلې که یې سعودي منلې وي بیا خو پر موږ نده لازمه چې موږ به یې هم خامخا  منو او نه اسلام د سعودي محمد بن سلمان په خوله دي که هغه منی موږ به یې منو که هغه نه منی موږ به یې نه منو

نصرت غني: ارتداد ښه دي که د لسو یا پنځلسو نفرو وژل؟

قاري سعید خوستی: اتداد ندی ښه

نصرت غني: نو دا خو تاسو افراطو ته لمن وهی

قاري سعید خوستی: تاسو د خپل خیټي څخه بحث کوی مګر زه یې د کتاب څخه درسره کوم تاسو هم باید د کتاب څخه بحث وکړئ قاري سعید خوستي سره په لایف (ژوندۍ خپرونه) کې بل ملګری هم خو هغه ناڅاپه قاري صاحب ته ور غږ کړه چې تاسو ددې پوښتونکې څخه پوښتنه وکړئ چې آیا دیمکراسي ښه ده او که اسلامي نظام هغه دیمکراسي چې په افغانانو یې په زوره تطبیق کوي چې په میلیونونو افغانان یې شهیدان زخمیان بندیان او بې کوره کړل….

Post source : د اسلامي قانون او اساسي قانون تر منځ توپیر

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *