د یو سرتیري په لایف کې د قاري سعید خوستي څخه د اساسي قانون په اړه جالبه پوښتنې

سرتیری: قاري صاحب تاسووایاست چې موږ به په افغانستان کې اسلامي نظام راولو آیا تاسو به اساسي قانون تغیر کړی او که یې پر مخ ختموی؟

قاري سعید خوستی: سرتیریه وروره د افغانستان اوسنی اساسي قانون اسلامي ندی په دې اساسي قانون کې داسې مواد شته چې هغه د اسلام سره صریح په ټکر کې دي، نو په دې اساسي قانون کې هغه مواد نه منل کیږي چې هغه دې د اسلام سره په ټکر کې وي نو ټول اساسي قانون به له منځه نه ځي بلکې هغه مادې یې باید تعدیلي شي.

سرتیری: آیا اسلامي نظام او اساسي قانون خو سره په ټکر کې دي نو دا به څنګه دواړه یوځای کړئ؟
قاري سعید خوستی: سرتیریه ما مخکې تشریح وکړل د هېواد اساسي قانون د هغه مسائلو لپاره جوړيږي په دې کې هغه شیان واضح کیږي چې هغه منصوصي مسائل نه دي یو زموږ او ستاسو د اسلام منصوصي احکام دي هغه تغیر او تبدیل نه مني خو که په اساسي قانون کې هغه ځای کوو نو په هغه شکل به وی لکه څنګه چې اسلام تشریح کړي دي او پاته شوه ټولنیز مسائل او احکام هغه مسائل او احکام به په اساسي قانون کې داسې ځایږي کوم چې فقهاء وائ یا کوم ډول چې علماء نوي مسائل تخریج کړي دي د فقه د اصولو څخه په هغه دول به به اساسي قانون کې پر ځای کیږي.

سرتیری: قاري صاحب تاسو چې دا قانون بیا ځل جوړوی د کتابونو څخه به یې جوړوی آیا بیا دا قانون پوهان او د نورو خلګو څخه مشورې اخلئ او که نه په خپل سر یې جوړوی.
قاري سعید خوستی: دا خو طبیعي خبره ده باید قانون پوهان، علماء چې په فقه کې زیات رسېدلي وي هغوي څخه هم مشورې اخیستل کیږي.
سرتیری: قاري صاحب اوس خو زموږ په وخت کې ښځي په دفترونو کې ګډ دي نو یعني ستاسو په وخت کې به ښځي د نرانو څخه جلا وي.
قاري سعید خوستی: یاره سرتیره چې ترڅو پوري دا اشغال وي تاسو په دفترونو کې ګډ یاست بیا به دا در څخه واخیستل شي ځکه په اسلام کې ګډ غمبر ول جایز ندي او بل هیڅ افغان دا نه غاواړي چې خپل خور، لور او ښځه یې په یو دفتر کې د پردي سړی سره کار وکړي محترمه دا برداشت غلط دي چې طالبانو ښځي بهر نه پرېښودلې په اسلمي نظام کې ښځه بهر راوتلای شي خو د اسلام په چوکاټ کې ښځه تعلیم کولائشي په هغه حدودو کې چې اسلام ورته ټاکلي وي، اسلام دا وایي چې ددې ښځي عزت او ابرو به محفوظ وي پر دې ښځي به څوک تیری نشي کولای ددې ښځي عزت، ابرو او ناموس ته به څوک لاس نشي اچولای دا ښځه به په داسې لباس کې وځي چې د نورو د فتنې سبب ونه ګرځي.

سرتیری: قاري صاحب ددې ښځو بېلېدل زموږ د کاري ځایونو څخه دا زموږ سره کرښه ده دا خو به ګذاره ګرانه سي ؟
قاري سعید خوستی: «نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته یو سړی راغی، ورته وویل یې یا رسول الله ما زنا ته زړه کیږي خو زه ستاسره بیعت کوم اسلام قبولوم خو د زنا اجازت راته وکړه، نبي کریم صلي لله علیه وسلم ورته وویل بلکل صحیح ده ته اسلام راوړه دین قبول کړه، چې کله يې اسلام راوړ نو د هغه وروسته نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وویل زه ستا څخه یوه پوښتنه کوم صحابي ورته وویل څه پوښتنه ده؟ نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وویل آیا ته غواړې چې ستا د خور سره څوک زنا وکړي صحابی ورته وویل نه کلا وحاشا(هیڅ کله نه) نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وویل آیا ته غواړې ستا د لور سره څوک زنا وکړي صحابي ورته وویل کلاوحاشا(هیڅ کله نه)نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وویل آیا غواړې ستا د مور سره څوک زنا وکړي صحابي ورته وویل کلاوحاشا(هیڅ کله نه) نبي کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل آیا ته غواړې ستا د ښخي سره څوک زنا وکړي صحابي ورته وویل کلاوحاشا(هیڅ کله نه) نو نبي کریم صلي الله علیه وسلم ورته وفرمایل نور خلګ هم نه غواړي چې د خور سره يې زنا وشي نور هم خلګ هم غواړی چې د لور سره یې زنا وشي نور خلګ هم نه غواړي چې د مور سره يې زنا وشي نور خلګ هم نه غواړي چې د ښځي سره یې زنا وشي»
نو زموږ سوال دادي اسلام موږ ته تعلیم راکړي دي هغه خلګ چې د ښځو پر حقوقو ټینګار کوي پردۍ لور، خوراو ښخو باندې راایستلي دي فحاشي پرې کوي ډانسونه پرې کوي آیا دده ضمیر دا منلائشي چې دده لور،خو، ښځي او مور سره دې داسې عمل وشي چې دی يې د بل د خور، مور،لوراو ښځي سره کوي.
سرتیریه ستا څخه د یو افغان په حیث پوښتنه کوم په تلویزیون یا تلیفون کې یوه ښځه ډانس کوي ستا ضمیر دا مني چې ستا خور یا لور یا ښخه دي دا عمل وکړي.
کوم کسان چې د ښځو د حقوقو نعرې وهي هغوي د خپل د خور لپاره دا حق غواړي هغوي د خپل لور لپاره دا حق غواړي هغوي د خپل مور او ښخي لپاره دا حق غواړي نه هیڅ کله یې نه غواړی د نورو د خویندو لپاره یې غواړی.
سرتیریه ته زما ورور یې ستا ناموس زما ناموس دی ستا خور زما خور ده ستا مور زما مور ده دا پوښتنه په ډیر احترام کوم آیا ته غواړې چې ناموس دې په پوسته کې د پردیو نارینوو واوسي
سرتیری: یا قاري صاحب هیڅ کله دا نه غواړم
قاري سعید خوستی : قربان دي شم ولې یې نه غواړې ځکه ته افغان یې ستا ضمیر دا نه مني چې ستا پر ناموس دې په پوسته کې د بل چا سره وي، نو چې ته دا نه غواړې نو ولې یې د بل افغان لپاه دا خوښه کړم چې د هغه خور او لور دې د بل چا سره په پوسته کې وي.

سرتیری: قاري صاحب تاسو چې اسلامي نظام غواړی د سعودي په څېر اسلامي نظام غواړي؟
قاري سعید خوستی: د اسلامي نظام چوکاټ معلوم دي مخکې مې هم تشریح کړي دي، په اسلامي نظام کې د هر انسان حق محفوظ دي حتی هغه کافر چې د مسلمان په خاوره کې ژوند کوي د هغه حق به محفوظ وي چې زه یې تاسو ته وړه بېلګه بیان کړم د افغانستان د اسلامي امارت په وخت کې زموږ په خوست ولایت کې د بازار لاندې یو د هندوانو کلی دی نو د هندوانو دکلي ځمکې په خوست کې ډیرو خلګو نیولي وې کله چې اسلامي نظام رالی بیا هندوانو دغه قضیه محکمې ته وړاندي کړه په اسلامي محکمه کې حکم وشو چاچې ددوي ځمکې نیولي دي بیرته يې ورته وسپارئ زما خپله یادیړي زه ماشوم وم هغه وخت کې اسلامي امارت خپل ټانګونو راوستل هغه خلګو چې ددوي په ځمکو کې یې کورونه جوړ کړي وه هغه یې ټول ورته ړنګ کړل او ځمکې یې ټولو خپلو مالکانو ته وسپارلې ددې خبري شاهدان د خوست اکثریت خلګ شاهدان دي، یعني په اسلام کې د کافر په مال څوک تعرض نشي کولای ااو کافر ته څوک ضرر نښي رسولای په اسلامي نظام کې د هر چا خپل حق معلوم دي اسلامي نظام موږ ته کتاب تشریح کړي دی چې دغه اسلامي نظام دي ، موږ ته اړتیا نشته چې په سعودي مثال ورکړو زموږ اسلامي نظام خیالات ندي چې موږ یې په خارج کې تصویر ولټوو.

سرتیری: قاري صاحب که ستاسو حکومت راغی تاسو به د تلویزیوني چینلونوته اجازه ورکړی او که نه؟
قاري سعید خوستی: موږ به یې ورکړو خو داسې فحاش به نه وي لکه اوس وخت کې ټوله ډانسونه او سریالونه پکښې کې خپريږي.

Post source : د یو سرتیري په لایف کې د قاري سعید خوستي څخه د اساسي قانون په اړه جالبه پوښتنې

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *