بادغیس او زابل کې ۲۰ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۸ وږي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د کابل حکومت دفاع وزیر اسدالله خالد د خپلو جنګي ډلو او عسکري جوړښتونو د ساتلو ټټر وهي، طالبانو ته د دولتي عسکرو او پولیسو د تسلیمۍ په لړۍ کې تازه ۲۰ تنه دولتي عسکر په بادغیس او زابل

ولایتونو کې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس ددغو تسلیم شوو ۲۰ تنو دولتي عسکرو او پولیسو له ډلې څخه ۱۵ تنه یې د بادغیس ولایت تګاب ولسوالۍ او ۵ نور تسلیم شوي دولتي عسکر او پولیس د زابل ولایت مرکز کلات اړوند دي.

د سرچینې په خبره تسلیم شوو دولتي عسکرو او پولیسو ته د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون مسئولینو هرکلی ویلی او هغوی ملکي ژوند ته سوق کړي دي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹ د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له لاسلیک او دولتي منسوبینو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندازده لخوا د عامې بښنې له اعلان وروسته

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *