د تقوا، غيرت او شجاعت دنګ منار شهيد ابويوسف رحمه الله

د تقوا، غيرت او شجاعت دنګ منار شهيد ابويوسف رحمه الله

د تقوا، غيرت او شجاعت دنګ منار شهيد ابويوسف رحمه الله

ليکوال: عمر فاتح

سريزه

د اسلام سپېڅلي دين په فلسفه کې شهادت هغه وياړ دی، چې الله تعالی يې په خپلو محبوبو او مخلصو بنده ګانو لوروي او ځينې مؤمنان خو داسې لالهانده پسې ګرځې، چې د ژوند تر ټولو ستر ارمان يې بولي او د دنيا ټولې رنګينۍ ورنه قربانوي، په اسلامي امت کې د شهادت تنده داسې په څپو ده، چې د قيامت تر ورځې به ګل ګل ځوانان ستړي او ستومانه پسې ګرځې، لکه د اسلام ستر سپه سالار حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه چې د رومي لښکر سالار ته دا حقيقت په يوه تاريخي جمله کې داسې ووايه: اې د رومي  لښکر سالاره په الله قسم له ما سره داسې لښکر راغلی دی، چې له مرګ سره داسې مينه لري لکه تاسو يې چې له ژوند سره لرئ.

تر هغه چې په امت کې د شهادت جذبه وي، زموږ د وياړونو شمله به تل دنګه وي، تر هغه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم روحاني بچيان له سينو نه بمونه تړي، د امت د عظمت منار به تل لوړ وي، څوک هم په هغه قوم نه شي کاميابېدای، چې مرګ ورته د ابدي ژوند غوندې حقيقت ښکاري، تر هغه چې زموږ علماء، روحانيون او رهبران قربانۍ ورکوي، د دوی له هر څاڅکي وينو به زرګونه مجاهدين پيدا کېږي او د کفارو او مزدورانو په سرونو به يې د تندر غوندې را غورځېږي، شهادت په امت کې د انتقام لمبې را پاروي، د شيهد د وينو سور رنګ د جهاد کاروان تر منزله رسوي، د افغانستان په غيرتي خاوره نن په زرګونو او لکونو ځوانان په دې تکل له نړيوال کفر سره ډغرې وهي چې يوه ورځ به هغو ارمانو ته ورسېږي، چې الله تعالی او د هغه رسول يې  ورسره وعده کړې ده، چې يا به د شهادت پر خوب ويده شي او يا به يې د فتحې تر درشله ورسوي.

دا چې نن د پراخې نړۍ په څنډو کې د الله د دين پتنګان د دين په شمع خپل ځانونه لوګی کوي او ډول ډول قربانۍ ورکوي، د همدې قهرمانانو  له منځه غواړم د يو داسې چا پر ژوند څو کرښې وليکم، چې قريب دوه لسيزې یې د ناټو پر بدماشانو او د هغوی په ټيټ سترګيو غلامانو ځمکه سره تبۍ ګرځولې وه، سره له دې چې زما د ضعيف قلم کرښې به د ده د عظمت له قامت نه ډېرې ټيټې وي، خو په دې ډاډ چې ما هم له دې جنتي اروا سره مينه درلوده او د ده پر ژوند د څو کرښو ليکلو وياړ به مو حاصل کړی وي، نو ځکه خو په خپل کمزوري قلم د يو پياوړي مجاهد پر ژوند دا څو کرښې ليکم.

شهيد ابويوسف رحمه الله

د امت دا وياړلی شخصيت د غزني ولايت د نظامي قطعې مسؤل قهرمان شهيد ابويوسف رحمه الله دی، چې په ادريس هم مشهور وو. شهيد ابويوسف رحمه الله داسې يو څوک و، چې په ژوند او کارنامو يې کتابونه ليکل کېدای شي او بايد وليکل شي، د ابويوسف رحمه الله ژوند له داسې کارنامو او فتوحاتو ډک دی، چې تل به د هيواد تاريخ پرې وياړي، شهيد ابويوسف رحمه الله د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکی وو او په غزني کې د امريکايي امپريالېزم په مقابل کې له لومړيو مبارزينو څخه و. اولين کس چې په غزني ولايت کې يې د يرغلګرو او د دوی د غلامانو پر ضد توره پورته کړه شهيد قاري صاحب محمد نعيم رحمه الله وو، چې ابويوسف رحمه الله هم د شهيد قاري صاحب له لومړنيو ملګرو څخه وو، د شهيد قاري صاحب يوه عجيبه واقعه را ياده شوه، هغه وخت چې د اشغال لومړي کلونه وو، د قاري صاحب ملګرو په يرغلګرو محشر جوړ کړی وو، چې بالاخره د دوی مقابلې ته د خارجي او داخلي ځواکونو يوه ستره قوه ورغله او تر منځ يې سخته جګړه پيل شوه، جګړه د واغظ ولسوالۍ يوې غرنۍ سيمې ته نږدې وه، د قاري صاحب ملګرو په غره کې د ډبرو تر شا سنګرونه نيولي و او جګړه په ډېر شدت سره روانه وه د اسمان مخ چورلکو نيولی وو، چې په دې وخت وای قاري صاحب ناڅاپه له خپل سنګر نه را پورته شو او يو بل ملګري غږ پرې وکړ چې قاري صاحب کېنه ولګېدې خو قاري صاحب مخامخ ور منډه کړه او چيغه يې کړه، چې قسم په الله له موږ څو صفه مخکې ملائکې  جنګېږي، زه څنګه پر خپل ځای کېنم، وای همغه و، چې له سخت مقاوت وروسته قاري صاحب هم د شهادت جام نوش کړ، چې له ده وروسته يې جهادي کاروان  شهيد ابويوسف رحمه الله د فتحې تر پړاوه ورساوه او د شهيد قاري صاحب ارمانونه يې يو پر بل پسې پوره کړل او قريب دوه لسيزې يې اشغالګر او اجيران يې د ارام خوب ته پرې نه ښودل، واقعاً د داسې سپېڅلو او مخلصو مجاهدينو برکت و، چې د ديموکراسۍ هيلې په افغانستان کې پوره نه شوې او د دوی له مبارکو وينو داسې مجاهدين وزېږېدل، چې دا دی د اشغال شلم کال دی او د فتحې شېبې ډېرې را نږدې شوې دي، خو د غازيانو په عزم  او اراده کې يوه ذره تغير هم نه دی راغلی، د دنيا ټول پوځي جنرالان او سياسي پروفيسوران د جګړې او سياست په ډګر کې ورته په ګوڼډو شول او خپله ماتې يې ومنله، د دوی يادښتونه به تل د امت د تاريخ پر تندي باندې ليک وی او نسلونه به پرې وياړي.

د ابويوسف رحمه الله تقوا او للهيت

شهيد ابويوسف رحمه الله د تقوا هغه دنګ منار و، چې د امريکايي استعمار په مقابل کې يې د تقوا للهيت او خلوص يو مثال پرېښود، داسې مثال چې خدای خبر بیا به داسې کمالات الله تعالی په خپل کوم نازولي بنده کې پيدا کوي! د تقوا يې دا حال و، چې په نيمه شپه به يې د ايمان په جلالي زور د عرش منارې ورسره زنګولې، خپو سلګو به يې د شپې زړه درزاوو، په تورو شپو به يې الله تعالی ته په ډېره عاجزۍ د امت دردونه وړاندې کول او د دين د دښمنانو د نابودۍ سوالونه به يې کول، خو د ورځې به د الله پر دښمنانو د تندر په څېر را کوزېده، د ورځې به يې په مخ او سترګو کې د بيدارې شپې هغه عجيبې د جمال او جلال نښې وې، چې د اولياء الله و په مخونو به څرګندې وې، شاهيني سترګو به يې شاهدي ويله چې د شپې يې د امت د غمونو په مړژاندې ګل تر سهاره د اوښکو شبنم اورولی دی، د شپې د الهي انوارو ځلا به يې په مخ کې له ورايه ځلېدله. د سنګر له غېږي د الاهو نعرې  به يې په اسمانو کې ملايکو ورسره بدرګه کولې، د هر پلان او جنګي تکتيک د کاميابۍ لپاره به يې الله تعالی ته په زاريو کې ګرېوان په اوښکو لمداوه، له عملياتو مخکې به يې ملګرو ته د ايثار او قربانۍ درس ورکاوه، او له يوې اوږدې معصومې دعا وروسته به يې عمليات پيلول، چې تل دې پټو رازونو ابويوسف رحمه الله د بري تر پړاوه رسولی وو، ځکه اصلي کارونه په نيمو شپو کې کېږي، په تپو تورو شپو کې جوړ شوي کارونه او قبول شوي اعمال د دنيا هېڅ ځواک نه شي ماتولی، او هيڅوک هم په هغه اراده کې تغير نه شي راوستلای. په زړه کې يې يو درد و، چې  همدې درد د ابويوسف رحمه الله د ارام خوبونه تښتولي وو او په اغزنو لارو يې مزل ته مجبور کړی وو، الله تعالی دومره جرئت ورکړی وو، چې د هيچا په مقابل کې هم له حقه نه تېرېده، په ډېر قاطعيت به يې له حق نه دفاع کوله، ټول کارونه يې په تقوا، تدبير او اخلاص سره بناء و، ځکه به يې سترې سترې فتحې حاصلولې، لنډه دا چې شيهد ابويوسف رحمه الله د اوسنۍ زمانې د تقوا، اخلاص او للهيت ژوندی مثال وو.

 

 

علامه  اقبال رحمه الله د صحابه وو اړوند څه ښه وايي:

فقيران تا به مسجد صف کشيدند               ګريبان شاهنشاهان را دريدند

دا رنګه غيورو افغانانو چې رب ته د عاجزۍ سجده وکړه، خو بيا يې د ټولې نړۍ ګرېوان ته لاس ورواچاوه او د وخت د ټکنالوژي زور او بزم يې دروغ ثابت کړ، لکه يو وخت چې لوی ملاصاحب ته وويل شو، چې له دا امريکې سره لږ ګذاره کوئ، دا روسانو غوندې نه دي بلکې ټوله نړۍ په ائتلاف کې ورسره ملګرې ده، وای ملاصاحب رحمه الله ورته وويل، چې تر څو به يو يو راځي پرېږده ګرده نړۍ په يوار راشي او په يو وار يې ماته کړو.

د ابويوسف رحمه الله هر اړخيز شخصيت

شهيد ابويوسف رحمه الله داسې يو هر اړخيز شخصيت وو، چې په منبر خطيب، په مسجد کې امام، د خلکو تر منځ مصلح او خيرخواه، په سنګر کې يو زړور مجاهد، د مجاهدينو لپاره يو ښه قائد او رهبر، په ټولنه کې داعي او بلونکی او د سياست په ډګر کې يو سياستوال او مفکر وو.

په څومره ساده انداز به منبر ته راغی، خلکو به فکر کاوه چې کوم کشر طالب دی، څه پيغام به لري، خو کله به يې چې وينا شروع کړه خلک به حيران شول او دده له سره تاوو شوي برګ څادر ته به يې کتل او په خپلو کې به يې يو بل ته ويل، چې دا څوک دی، خو په يوه لحظه کې به د مجلس ټول خلک پوی شول، چې دا څوک دی، خو د شهيد ابويوسف رحمه الله د پټکي پر ځای له سره په تاوو کړي دسمال هم خلکو ته يو پيغام ورکاوه او د حال په ژبه يې ورته ويل، چې ګورئ زه د رسول الله په منبر درته ولاړ يم او دلته بايد يوازې هغه څوک ودرېږي، چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم په سنتو برابر وي، خو تاسو ګورئ ما يې يوازې تمثيل کړی دی، ولې؟ ځکه چې زموږ د وياړ او سنتو شمله اشغال شوې ده، او زه به هله هسکه  پګړۍ په سر کړم چې کله د کابل پر زړه د ازادۍ جنډه خښه کړم.

په منبر به يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د رښتيني وراثت حق ادا کاوه، په جذابو ويناوو به يې سپين ږيري او ځوانان د تأثر په ټال ورسره زنګول، خاموشو اورېدونکو به فکر کاوه، چې دوخت کوم ستر روحاني شخصيت ورته زرينې ملغلرې بيانوي، خو چې کله به يې سترګې ور پورته کړې د مينې او ايثار پر هغه څېره به يې سترګې ولګېدې، چې د ټولې نړۍ غيرتونه يې په جلالي سترګو کې را ټول وو، مخ ته به يې د وخت يو خړ پړ چانټه تړلی مجاهد ولاړ وو او د خپلو احساساتو په زور کې به يې د ټولې نړۍ بدماشانو ته اخطارونه ورکول، کله به يې احساسات داسې په څپو شول، چې د قهر او رعب الفاظو به يې ځمکه او دېوالونه لړزول، تا به ويل چې له ټولې جابرې نړۍ سره د جګړې ذمه واري د ده مسؤليت دی او د نړۍ د ټولو مظلومانو غمونه او دردونه د دې مجاهد پر اوږو پراته دي.

په الله قسم کله کله به يې الفاظ دومره الهي او ملکوتي  شول، چې خلکو به فکر کاوه، چې دا خبرې  الهامي غوندې د سنګر د مجاهد له خولې څخه راوځي. کله به چې د احساساتو او دردونو د توپان څپه  ورو ورو کراره شوه، نو د فکر او سياست داسې نکتې به يې را ونغاړلې، چې له خلکو به د نړۍ د سياسيونو او پوهانو وجيزې هېرې شوې، په عجيب انداز به يې د وخت تورو سياستونو ته اشاره کوله، د موجوده حالاتو له مخ نه به يې څومره په هنر پرده پورته کوله او خلکو ته به يې د منحوسې ډيموکراسۍ او سيکولرېزم څېره څرګندوله، په داسې الهامي ژبه به يې د د ښمن توطيئ او د بې لارۍ پلانونه ځوانانو ته واضح کول، تا به ويل د عصر کوم ستر سياستپوه ورته د جابرې نړۍ د خطرناکو پلانونو لکچر ورکوي، د دې کوچني انسان په وجود کې الله تعالی څومره کمالات را ټول کړي وو، چې هرې خبرې به يې زړونه تخنول، څومره له ریا او عجب څخه لرې وينا به يې کوله.

دې هر اړخيز شخصيت په سنګر کې د يو سرسپارلي مجاهد دنده مخ ته وړه، تل به يې دښمن تر شاهيني نظر لاندې وو، په مورچلو به يې د زمري غوندې ورخوت، د وخت او ټکنالوژۍ هېڅ ځواک هم د ده د پلانونو مخه نه شوای نيولی، تر څو به چې دښمن پوهېده او د تيارۍ هڅه به يې کوله د شهيد ابويوسف توره به يې نېغه تر سینې ختلې وه، کله يې هم دښمن ته د ارام ساه اخيستو وخت نه ورکاوه، او نه هم د ده د شبګيرونو لړۍ کومې دنيوي مشغولتيا وشکوله.

د قيادت په ډګر کې يې بيا د يو مدبر او با رعبه قومندان په حيث پلانونه جوړول، مجاهدين او ملګري يې تشويقول، په زړونو کې يې د جهاد او قربانۍ جذبه را پاروله او داسې ښکاري بازان يې ورنه جوړول، چې د وخت له ټولو خطرونو سره به د دښمن په سترګو کې ور ننوتل، د نظامي امورو، اطاعت، تقوا، د دښمن  د قوت او ضعف نقطو اړوند به يې تل مجاهدينو ته لکچرونه ورکول.

دې حق پرسته شخصيت به تل د حق ننګه کوله، د خلکو تر منځ به تل د مظلوم له څنګه درېده، د ناروا په مقابل کې به يې تل احساساتي او لړزونکي غږ خلک چوپ کړل او خلکو ته به د حق په طرفدارۍ د ايماني جوش هغه لمبې معلومې شوې، چې په يوويشتمه پېړۍ کې به يې د صحابه وو د دور تمثيل کاوو.

خو د دعوت او ارشاد په ډګر کې بيا تر ټولو خواخوږی او نرم زړی و، په ساحرانه  الفاظو به يې خلک په  ډېره نرمۍ سره نېکيو ته را بلل او له بديو به يې منعه کول، ملګرو او عوامو مسلمانانو ته به يې خواږه نصيحتونه کول، د خلکو زړونه يې ساتل د جهاد د بريا يو ستر علت يې د عوامو مسلمانانو قربانۍ، خدمتونه او کومکونه بلل، کله يې هم چا په اعمالو او څېره کې کبر او غرور نه دی ليدلی بلکې تل به په مسکا او ورين تندي له مسلمانانو سره مخ کېده.

له ابويوسف رحمه الله سره د ملاقات خاطره

د يوويشتمې پېړۍ د دې ستر مجاهد سره د ليدو لپاره د ډېرو بادرده مسلمانانو تلوسه وه، دوه کاله مخکې له يوه بل ملګري سره د دې مجاهد شخصيت د ليدو په تکل د اندړو ولسوالۍ ته لاړو او د محمد مولوي صاحب په  همکارۍ مو ابويوسف رحمه الله د خدوخېلو په کلي کې پيدا کړ، له نېکه مرغه له يو بل ښکلي تصادف سره هم مخ شو، هغه دا چې د ابويوسف رحمه الله د ليدو په هيله د غزني ولايت د والي صاحب محترم حاجي ملا محمد عيسی اخند، د کمېسيون مشر او ځينې نورو مشرانو په ملاقات هم مشرف شو. له ابويوسف رحمه الله سره له څو خبرو وروسته راته څرګنده شوه او داسې مې احساس کړه، چې د نړۍ د غيرتونو، حماسو او قربانيو ټولې ارادې د دې مجاهد په وجود کې را ټولې شوې دي، په ډېره ساده ګۍ يې زموږ پوښتنو ته ځوابونه وويل او په ډېر اخلاص يې د هر راز همکارۍ ډاډ راکړ، خو د شهيد ابويوسف رحمه الله د دې ظاهري ساده ګۍ تر شاه د احساساتو او غيرتونو هغه توپان پټ وو، چې نړۍ يې لړزوله، د مظلومانو داسې درد ورسره و، چې زرګونه زړونه يې زخمي کول، يوه شېبه مو داسې احساس کړه لکه د دنيا تر ټولو نېکبخته انسان سره چې ناست يو.

په پټيو کې مو د برمې په يخو او تازه اوبو د ماسپښين اودسونه وکړل او يو ځای مو د ماسپښين جمعه وکړه، موږ هم راتلو د دوی هم چېرې کار وو، والي صاحب او ملګري يې مخکې ووتل او لاړل، موږ له ابويوسف رحمه الله سره يو ځای راووتو، فکر مو کاوه چې اوس به په موټر کې ځي، خو يو ملګري يې يو زوړ موټر سايکل را تاوو کړ او ابويوسف رحمه الله پسې سپور شو او د شلګر په يوه لوېشت پوټيو کې يې موټر سايکل ورخوشې کړ او په دوړو کې  پنا شول، د دې مجاهد تقوا، خلوص او ايمان ته بيخي حيران شو، له دومره ستر نامه او هيبت سره دی په يوه زاړه موټر سايکل ګرځېده، بس په همدې تقوا، خلوص او عاجزۍ مو نړۍ ماته کړه او الله تعالی دې سپېڅلي مجاهد ته دومره ستر اعزاز ورکړ، چې د امريکې دوه سترې نظامي حربې، چې د امت د عقيدې او اتحاد څلي يې نړول د دې طالب په لاس له خاورو سره خاورې کړې، اربکېزم او داعشيت.

موږ هم  په خپل موټر سايکل پښه راواړوله تر څو تر چې خپل ځای ته را رسېدو د دوړو او خاورو له لاسه داسې و، چې د پېژندو نه و.

ستر عمليات يې

د اربکېزم فتنه ختمول

الله تعالی د شهيد ابويوسف رحمه الله په لاس د يوويشتمې پېړۍ سترې سترې فتنې ختمې کړې، چې لومړۍ يې د اربکېزم فتنه وه. کله چې اشغالګر له خپلې بريا نه مايوسه شول او په افغانستان کې يې هېڅ ډول فکري، تبليغاتي، نظامي او ټکنالوژيکي جګړې کار ور نه کړ او دا ټولې شومې هڅې يې د ازادۍ ننګياليو ور خنثی کړې، نو په يوه نوې پروژه يې کار پيل کړ په کليو او اطرافو کې يې د اربکيو ملېشې را منځ ته کړې، د لومړي ځل لپاره دا اغزن بوټی د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې را شين شو، چې وروسته يې تخم د هيواد ډېرو سيمو ته خپور شو، دې بد بوټي نو په هيواد کې داسې زهر وپاشل، چې تر ډېرو کلو به يې اثرات ختم نه شي، لکه څنګه چې د امريکايانو توقع وه، چې د اربکيانو په وسیله به کور په کور دښمنۍ را منځ ته کړي، ورور به له ورور او پلار به له زوی  سره په جنګ اخته شي، همداسې وشول، يو ورور به طالب بل به اربکی و، خو له دې ملېشو سره د جګړې لپاره مجاهدينو ته د بدري غازيانو د ايمان اړتيا وه، لکه هغوی، چې له خپلو پلرونو، وروڼو، کاکاګانو او ماماګانو سره وجنګېدل دلته هم همغه واقعه تکرار شوه، ځکه خو دا جګړه ډېره سخته او له امتحانونو ډکه وه او امريکانو هم دا پليته ډله په پوره معنی سره په لومړيو کې اکمال کړه، چې اربکيانو د څو ورځو موقت واک په نېشه کې په هېڅ راز ظلمونو، وحشتونو، غلاوو او بې ناموسيو صرفه ونه کړه، په ډېر کم وخت کې ولس ورنه تر پوزې راغی، خو باعزمه غازيانو دې ته ونه کتل، چې سبا به مې کورنۍ او اولاد ته دښمني پاتې وي، بلکه د ابويوسف رحمه الله غوندې غازيان په بدري جذبه را پورته شول او د دې پليتو او لوچکو ملېشو په مقابل کې د اوسپنيز دېوال په څېر ودرېدل او په يو وخت يې په څو ډګرونو کې مقابله پیل کړه، يو طرف امريکايان، چاپې، ډرون، بمبارونه يې، بل لوري ته اجيره اردو عسکر، پوليس او سکورتيان او بل لور ته په کور او کلي کې اربکيان. له کلونو وروسته د حق او باطل په دې جګړه کې غازيان سر لوړي را ووتل او په ټولو امتحانونو کې کامياب شول او ابويوسف غوندې غازيانو په اندړو ولسوالۍ کې د اربکېزم پروژې ته د پای ټکی کېښود، ولس د ارام ساه واخيسته، بلکې ابويوسف رحمه الله د نوور ولسواليو اربکيان هم تر ډېره حده وټکول، چې دوه کاله مخکې د روژې مياشتې د وروستۍ لسيزې په اخري ورځو کې مقر ولسوالۍ ته لاړ چې هلته خلک د اربکي ملېشو د ظلم له وجې تر ستوني راغلي وو، کله چې ابويوسف رحمه الله عمليات پرې شروع کړل په  څلورو پنځو ورځو کې يې د دېرشو په شاوخوا کې کلي له اربکي فتنې څخه پاک کړل او لسګونه پوستې يې فتحه کړې، کله چې بيرته اندړو ته را وګرځېد د کوچني اختر دويمه که درېمه ورځ وه دېرش پيکاوې او ګڼ شمېر نوره سپکه او درنده وسله يې د غنيمت په ډول ورسره را وړې وه، خو عجيبه دا چې يو ملګري راته ويل، چې کله ابويوسف بيرته راغی نو بچيانو يې د اختر جامې نه درلودې او پښې لوڅي ګرځېدل د دين کار او خدمت له هر کار او غم نه ورته وړاندې وو. په دې توګه الله تعالی د دې ستړي مجاهد په وسيله په اندړو کې د تل لپاره اربکي مفکوره له خاورو لاندې کړه او د اشغالګرو ارمانونه يې هم نيمګړي کړل.

د غزني د محبس ماتول

شهيد ابويوسف رحمه الله په ډېر لوړ فکر سره د غزني د محبس د ماتولو پلان جوړ کړ، سره له دې چې محبسونه له امنيتي پلوه ډېر خوندي وي او شاخوا يې زيات شمېر کمربندي پوستې وي، خو ابويوسف رحمه الله تل نه ماتېدونکي پلانونه جوړول. يو ملګري ويل وای ابويوسف رحمه الله د زندان ترصد په خپله کړی وو، محبس د غزني پکتيکا لويې لارې ته څېرمه پروت دی او هغه مازديګر ابويوسف رحمه الله محبس ته مخامخ د پاخه سړک پر غاړه د تېلو پمپ کې د مازديګر لمونځ ادا کړی وو او بيا په همغه شپه د تندر په څېر د نيويارک د ساتونکو په سر را کوز شو، د لارې ټولې کمربندي پوستې يې فتحه کړې او د ښار له خوا د ورتلونکې قوې لپاره يې ستر کمينونه نيولي وو، په ډېر کم وخت کې مجاهدين د ابويوسف رحمه الله په قومنده محبس ته نږدې شول او په استشهادي ګذار سره د محبس دروازه دړې وړې شوه ساتونکي عسکر په هوا کې باد باد شول او مجاهدين محبس ته ننوتل، چې خپله ابويوسف رحمه الله هم د دې سرښندونکو غازيانو له ډلې څخه وو، په کم وخت کې يې په ډېرو کمو تلفاتو د ۵۰۰ په شاوخوا کې مظلوم زندانيان د ازادۍ تر کلي ورسره بوتلل، چې دښمن ته ستر ځاني، مالي او سياسي زيان هم اوښتی وو.

د ولسواليو فتوحات

د ابويوسف رحمه الله عُقابي لرليد تل دښمن په وېره کې اچولی وو، ټول پلانونه يې دومره کامياب او مخلصانه و، چې په کمو مصارفو او تلفاتو يې سترې سترې فتحې حاصلولې، کله به اوازه شوه،  چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې زيات شمېر مجاهدين را ټول شوي دي او شايد په قره باغ ولسوالۍ ستره حمله وکړي، حکومت به هم له دې تحرکاتو خبر شو او خپله ټوله توجه به يې قره باغ ته واړوله، خو په همدې ورځو کې به ناڅاپه ابويوسف رحمه الله په ده يک ولسوالۍ حمله وکړه او په يوه شپه کې به يې مکمله فتحه کړه، په داسې پلان او تکيک يې د غزني ډېرې ولسوالۍ سقوط کړې، چې د ده د ملګرو تلفات خو به يا بيخي نه وو يا به ډېر کم وو.

ابويوسف رحمه الله په خپل عبقري نظامي درايت سره ستر فتوحات حاصل کړي دي، چې دوه ځلې جغتو، خواجه عمري، رشيدان، اندړ، ګيرو، خوګياڼي او ده يک ولسواليو په فتوحاتو کې يې فعاله ونډه درلوده.

کله چې شهيد ابويوسف رحمه الله په جاغوري ولسوالۍ عمليات پيل کړل، نو دا ډېره نادره او نه منونکې وه، ځکه جاغوري ولسوالۍ مکمله هزاره مېشته ولسوالۍ ده او له مخکې هلته هېڅ د مجاهدينو تحرکات نه وو، بل يې خلک ټول فکرا د مجاهدينو مخالف دي او بل دا چې له نورو ولسواليو څخه په لرې واټن کې پرته ده او ډېر زيات مزلونه غواړي تر څو جاغوريو ته رسېږې، بل هلته د امن هېڅ ځای نه وو، خو د ابويوسف رحمه الله فولادي عزم دا ټول غير ممکنات په ممکناتو بدل کړل او په خپل ټوان يې حمله پرې وکړه، چې په کمو ورځو کې يې زياتې سيمې ونيولې او زيات شمېر قومندانان او عسکر يې ووژل، حتی د خلکو زړونه يې لاس ته راوړو او خلکو په  بازارو کې هرکلی ورته ووايه او مجاهدينوته يې مېلمستياوې کولې.

کله چې د جاغوري وضعيت له سقوط سره مخ شو، او ترهيدليو هزاره ګانو په غزني او کابل کې غوغا جوړه کړه او دې جنګ ته يې د قومي جګړې نوم ورکړ، د کابل پوهنتون هزاره محصلينو او محصلاتو هم د کابل پوهنتون مخ ته سړک د احتجاج په ډول بند کړ او د جاغوري را نجات دهيد، شعارونه يې ورکړل او اشرپ غني يې مجبور کړ تر څو جاغوريو ته ۵۰ تنه مجهز کمانډويان ولېږي.

کرامت
کله چې اشرپ غني د جاغوريو د نجات لپاره کمانډويان ولېږل نو د ابويوسف رحمه الله يوه ملګري کيسه کوله وای موږ نه و خبر چې کمانډويان راغلي دي يا راځي، موږ څو محدود ملګري له ابويوسف رحمه الله سره په يوه غزنۍ سيمه کې وو، نيمه شپه وه ابويوسف رحمه الله په لمانځه ودرېد، چې کله يې يو رکعت وکړ يو په يو يې سلام وګرځاوه او ويې ویل چې هلئ دوربين راکړئ وای په دوربين کې يې وکتل چې ګوري ډېر لرې په يوه ساحه کې کمانډويان را روان دي، چې بې له دوربينه په هېڅ طريقه نه ليدل کېدل، نو ژر ژر يې ملګرو ته هدايات وکړل او د لېزرو ملګري يې ورته ځای پر ځای کړل، کله چې کمانډويان را نږدې شول نو جنګ يې پرې شروع کړ، چې د الله په فضل سره يو هم ژوند خلاص نه شو او ټول د جاغوري په غېږ کې دپ شول، چې دا د شهيد ابويوسف رحمه الله يو له سترو کرامتونو څخه وو.

د غزني د ښار فتحه

دوه کاله مخکې مجاهدينو تصميم ونيو، چې د غزني ولايت فتح کړي، ځکه د غزني له ښار نه د مجاهدينو حلقوي کمربند تاوو شوی وو، د دې سترو عملياتو د يوې مهمې برخې مشري د شهيد ابويوسف رحمه الله په لاس کې وه، کله يې چې په ښار حمله وکړه په ډېر کم وخت کې يې د ښار د غربي څنډو ټولې کمربندي پوستې ونيولې او د ښار زړه ته مجاهدين ورسېدل، دښمن ته سخت درانده ځاني او مالي تاوانونه واوښتل، مجاهدينو ډېرې سيمې ونيولي د امنيه قومندانۍ بامونو ته وروختل يوازې ولايت او د امنيت رياست پاتې و، خو مجاهدينو په سبا ورځ ځکه جګړه کراره کړه، چې ملکي خلکو ته زيان ونه  رسېږي، ځکه وارخطاء او وېرېدلي دښمن د ځان ژغورلو لپاره هره ناوړه هڅه کوله، په سترو مارکېټونو ننوتلي وو، چې بالاخره د دښمن له خوا د امنيه قومندانۍ د ساتلو لپاره د غزني ښار د بزازۍ مارکېټونه په راکټونو تر هغو وويشتل شول، چې اور يې واخيست او په ميليونونو افغانيو زيانونه يې خلکو ته واړول، چې له دې وروسته مجاهدينو د قومندانۍ په لور پرمختګ ونه کړ، تر څو نور مارکېټونه ونه سوځېږي او نور يې ټول ښار تصفيه کړ. له څو ورځو جګړو وروسته چې کله د يرغلګرو بې شمېره الوتکې راغلې او سخته بمباري يې شروع کړه، نو مجاهدين له ښاره په شا شول، خو دښمن ته دومره ستر زيانونه اوښتي وو، چې خپله امريکايانو اعتراف وکړ، چې موږ د غزني په جنګ ډېر ستر مصارف وکړل او داسې بمونه مو استعمال کړل، چې مخکې مو په افغانستان کې نه وو استعمال کړي.

د غزني د ښار په ستره فتحه کې د ابويوسف رحمه الله غيرت، شهامت او تدابيرو ډېر کار وکړ، د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې، د شخصي شتمنيو د لوټلو نه يې تر خپله وسه مخنيوی وکړ، سره له دې چې دا تاوانونه پېښ شول، خو ابويوسف رحمه الله ډېره هڅه وکړه او بيرته د مجاهدينو په وتلو کې يې هم خپل تدابير نيولي وو تر څو زيات زيان مجاهدينو ته ونه رسېږي.

د داعشيت فتنې ته د پای ټکی اېښودل

کله چې د عربي نړۍ په زړه کې امريکا او اسرائيلو د داعشيت تخم وکاره، نو ټوله اسلامي نړۍ يې پرې نارامه کړه او نور ډېر ستر اهداف وو، چې امريکې او متحدينو د داعش په ایجاد سره تر لاسه کړل.

ولې داعشيت را منځ ته شو؟ په دې موضوع ستر کتابونه ليکل کېږي، خو دلته په لنډو کې ورته اشاره کوو، تر څو د ابويوسف رحمه الله د ژوند وروستۍ شېبې ثابتې کړو، چې څومره قېمتي وې او د جهاد په لار کې د ده وروستي قدمونه څومره مؤثر او څومره ستره فتنه يې ختمه کړه او شهادت يې څومره لوړ او د لوړ هدف لپاره وو.

له نړيوالو جګړو وروسته چې کله اسلامي نړۍ کمزورې شوه د مسلمانانو وروستی برم عثماني خلافت وپرزېد او غربي نړۍ د مسلمانانو د قوت او ضعف ټول اسباب پېژندلي وو، چې له ټولو ستر يې د امت اتحاد، خلافت، شريعت، تصوف او تزکيه وو، چې دې ټولو ته يې بديلونه رامنځ ته کړل، د امت اتفاق يې په نشنلزم او قوم پرستۍ سره دړې وړې کړ، د خلافت پر ځای يې اسلامي نړۍ ته جمهوريت او ديموکراسۍ په تحفه کې ورکړه، د شريعت پر ځای يې د سيکولرېزم او بې دينۍ تخم د تش په نوم مسلمانانو په ذهنو کې وکاره او هغوی بيا په خپلو اسلامي هيوادونو کې عملي کړ.

دا رنګه تصوف او تزکيه داسې يوه محرکه وسيله وه، چې تل يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم روحاني بچيان د قربانۍ تر ډګره رسول، لکه د تاريخ په اوږدو کې ثابته ده، چې تل د باطل مقابلې ته لومړی ځل صوفيان را پورته شوي دي، ځکه تصوف او تزکيه د امت روحانيت دی او ټول کارونه په روحاني قوت سره کېږي، نو غربيانو تصميم ونيو چې بايد له اسلامي امت نه روحانيت واخلي، همغه و چې په عربي نړۍ کې يې وهابيت او سلفيت را منځ ته کړ، سره له دې چې دا پروژه له نړيوالو جګړو مخکې عملي شوه او وروسته پراخه شوه او د تصوف، تزکيې، طريقت او مذهب پر ضد يې په خپل مالي، نظامي او علمي قوت سره مبارزه شروع کړه، چې په کم وخت کې په عربي نړۍ کې دا فکر خپور شو او وروسته په ستر مالي ملاتړ سره د نړۍ لرې پرتو اسلامي هيوادونو ته وغځېد، چې موږ يې نن پايلې وينو او په ټوله اسلامي نړۍ کې چې مسلمانان د طاغوتي نظامونو په مقابل کې چوپ دي دا د وهابيت برکت دی.

خو په دې وروستيو کې د همدې مصنوعي وهابيت په منځ کې د غربي نړۍ د اهدافو خلاف ځينې افراد را څرګند شول او دومره سخت دريزه و، چې مهارېدل يې د چا په وس کې نه وو، داسې جذباتي ځوانان په سلفيت کې را پورته شول چې يوازې د خلافت غوښتنه يې کوله او تر ډېره د خوارجو په لاره روان وو، په اکثريت مسائلو کې يې له حده زيات افراط کاوه او ډېره ژر يې په يو چا د کفر ټاپه لګوله، په غربي نړۍ کې هم د دې ځوانانو يو تحرک شروع شو او اروپا خپلې لارې ورته خلاصې کړې.

نو ځکه امريکې او اسرائيلو دا موقع غنيمت وګڼله او په منځني ختيځ کې يې دې ځوانانو ته خلافت را منځ ته کړ او بيا يې ټکي پر ټکي خپل اهداف پرې پلي کړل او د اهدافو له لاس ته راوړو وروسته يې بيرته ټول ووژل، د ليکنې د نه اوږدېدو په خاطر په لنډو کې د امريکا له خوا د داعش د رامنځ ته کولو اهدافو ته اشاره کووم.

۱-د درواغجن خلافت تر شعار لاندې دا سلفي جذباتي ځوانانو يو ځای ته را ټولول، اهداف پرې تر لاسه کول او بيرته يې ختمول تر څو سلفيت او وهابيت د پخوا په څېر پڅ او بې روحه شي.

۲- د داعشيانو په لاس د عربي نړۍ اهل سنت او مذهبي مسلمانان وژل او ټکول، چې عفيفې پېغلې يې اوس د اروپا په بازارونو او کمپونو کې سوال کوي، جنتي غوندي موصل، حلب او ادلب ښارونه يې د داعشي وحشت په لمبو کې وسوځول او د شهزادګانو غوندې ښکلي اوسېدونکي يې د اروپا مهاجرتونو ته اړل کړل.

۳- په منځني ختيځ کې د شيعه نظامونو د بقاء او دوام لپاره زمينه برابرول، چې عراق او سوريه يې ښکاره نمونې دي، هلته مجاهدين د بغداد او دمشق تر دروازو رسېدلي وو، خو داعشيانو دا نظامونه له القاعده او د عربي نړۍ له نورو جهادي تنظيمونو نه وژغورل.

۴- په شرق الاوسط (منځني ختيځ) کې جهادي ډلې ختمول، چې داعش اکثره جهادي ډلې ختمې او ځينې يې تر اخري حده يې کمزورې کړې خصوصا القاعده، چې دا د امريکې، روسيې، اېران، شيعه ګانو او اسرائيلو ستر هدف وو.

۵- په نړۍ کې د خلافت هغه شرعي او عادله څېره بدرنګه کول او نړۍ ته د خلافت يوه توره څېره ور ښودل، چې مسلمانان د داسې خلافت غوښتنه او دعوې کوې او خلافت داسې يو له وحشته ډکه شی ده.

۶- د ټولې اسلامي نړۍ امنيت پرې خرابول، خصوصا د عربي نړۍ، چې له ډول ډول اقتصادي، سياسي، ديني، فرهنګي او نظامي ګواښونو سره يې عربي نړۍ مخ کړه او په مجموع کې يې عربان ضعيفه کړل.

۷- په داعش سره ځينې بډايه عربي هيوادونه، لکه سعودي عربستان او متحده عربي امارات وېرول او د امريکې له خوا خپلې غوښتنې پرې منل او زيات شمېر مالي کومکونه ورنه تر لاسه کول، او په همدې پيسو سره دا ټول اهداف لاس ته راوړل، داعش پرې را منځ ته کول، پرمختګ ورکول، عربان پرې وژل، او بيرته د همدغو پيسو په واسطه داعشيان هم ختمول.

په افغانستان کې چې کله د امريکې هېڅ فکري، اقتصادي او نظامي جګړې کار ورنکړ، نو احساس يې کړه، چې د تور خلافت په جامه کې داعشيان افغانستان ته را انتقال کړي، ځکه دلته به هم ډېر بې فکره او بې مذهبه ځوانان ورسره ملګري شي، نوم به يې د خلافت وي، په بيرغ کې به يې کلمه وي، جګړې ته به يې شرعي دلايل برابر کړو او د يو بل شرعي او سپېڅلي صف په مقابل کې به دا ناخبره ځوانان د خلافت تر عنوان لاندې په عقيده وجنګوو. همداسې وشول په افغانستان کې داعش ته ډېره مناسبه سيمه انتخاب شوه، ځکه په شرقي ولايتونو خصوصا ننګرهار کې سلفيت ډېر پرمختګ کړی و او بل نسبتا نور افغانستان ته هلته امنيت زيات وو، بل د مجاهدينو نفوذ هم هلته کم و، اب هوا هم برابره وه، کله د اوږدې محاصرې خطره نه وه ځکه هلته ډېرې واورې نه کېږي، نو ځکه داعشي خلافت په ننګرهار کې را منځ ته شو او ټول هغه متعصبه وهابيان پکې جذب او ذوب شول، چې له مذهب او حنفيت سره يې کرکجنه دښمني لرله. دې خلافت د يو بل سپېڅلي خلافت پر ضد جګړه پیل کړه او داسې ظلمونه يې وکړل، چې د اربکيو ظلمونو ته خلک سلامي شول، بلکې د داعش تر کنټرول لاندې سيمو کې به خلکو الله تعالی ته پټې داسې دعاګانې کولې، چې يا الله ته مو له داعشيانو خلاص اسرائيل راته راوله خو دا ظالمان رانه واخله.

خو مجاهدو طالبانو بيا په عمري عزم د وخت ټولو مشکلاتو ته ټټر وواهه او د دې فتنې پر ضد يې هم  مسلحانه اقدام  وکړ، سره له دې چې له داعشيانو سره امريکايان او افغاني حکومت همکاران او کلک مالي او نظامي ملاتړ يې ورنه کاوه، خو مجاهدينو په ډېرو سترو قربانيو سره د داعش د پرمختګ مخه په ننګرهار کې ډب کړه، هماغه و چې تېر کال امارت د داعش د ختمولو قاطع تصميم ونيو او د هيواد د اکثرو ولاياتو نظامي قطعې يې د داعش مقابلې ته ورواستولې تر څو په ننګرهار کې د داعش را پورته شوې فتنه هملته په ننګرهار کې تر خاورو لاندې خښه کړي.

شهيد ابويوسف رحمه الله هم د څو ولايتونو د نظامي قطعې په رهبرۍ کې ننګرهار ته ورسېد، سخت شديد جنګونه يې وکړل، په سلګونو مجاهدين شهيدان او ټپيان شول، خو د ابويوسف رحمه الله فولادي عزم د داعشيانو سنګرونه يو پر بل پسې فتحه کول، په وروستيو کې يې د داعش تر ټولو مهم او محکم سنګرونه هم فتح کړل او د داعشي خلافت د ملېشو نورې وروستۍ سلګۍ وې؛ خو ابويوسف غوندې غازيانو تر وروستيو سنګرونو پسې تعقيب کړل او مکمل يې له پښو وغورځول، څو محدود کلي پاتې ول ابويوسف رحمه الله د هغو د نيولو په تکل وروستۍ حمله وکړه ځينې يې ونيول ډېر کم پاتې ول، چې دا د غيرت، شجاعت او وفاء څلی را ړنګ شو او د تل لپاره اسلامي امت ورباندې يتيم شو، خو الله تعالی د ده په لاس داعشي خلافت او فتنه ختم کړل او د ده په شهادت سره ټول افغانستان الله تعالی له داعشي فتنې څخه پاک کړ، ځکه الله تعالی ته د ابويوسف رحمه الله وينې ډېرې ګرانې وې او هغه ستره فتحه الله تعالی پرې راووسته چې د زرګونو مجاهدينو ځوانۍ يې وخوړې.

شهادت يې

د علم، عرفان، غيرت او شهامت دغه دنګ منار، چې د ټولو مشکلاتو په مقابل کې لکه د هندوکش غر هسک ولاړ وو، بالاخره را ړنګ شو او خپل وروستي ارمان ته ورسېد او د شهادت جام يې نوش کړ. خو کوم لذت چې شهيد ابويوسف رحمه الله له ژونده واخيست قسم په الله د حرم ساجدين او د کعبې مطووفين يې تصور هم نه شي کولی، کوم ايماني اطمينان چې د ابويوسف په زړه کې وو، د  زرګونو مسلمانانو په زړو کې به هم نه وي، د الهي مينې کوم غشی چې د ابويوسف رحمه الله په زړه کې خښ وو، بالاخره يې همغسې په سرو وينو رنګينه ټپي سينه الله ته وروړه.

په ننګرهار کې له عملياتو او د نيول شويو کليو له تصفيې وروسته يوه شپه د داعشيانو نه نيول شوي يوه کلي ته لاړل او هلته نږدې جومات ته ورغلل، خو داعشيانو له مخکې نه ټول جومات ماين کاري کړی وو، کله چې ابويوسف رحمه الله له ملګرو سره مسجد ته  ننوزي نو مسجد انفجار کوي او د امت دغه زړور بچی له يو بل ملګري سره د تل لپاره له فاني نړۍ سره مخه کوي او د عقبی غېږې ته پناه وړي.

د ابويوسف رحمه الله له شهادت وروسته يې ملګري او خواخوږي دومره ورپسې خفه و، چې اندازه يې نه وه، تر ډېره وخته يې ملګرو د ده د شهادت خبر هم پټ وساته، خو کوم ملګري، چې پرې خبر وو د خفګان يې داسې حالت و، چې يوه ملګري راته ويل وای چې پلار مې مړ وای والله که دومره پرې خفه وای لکه په ابويوسف رحمه الله، بل ملګري راته ويل وای قسم په الله که ټوله کورنۍ مې بمبار شوې وای قسم  په الله که دومره پسې خفه شوی وای لکه په ابويوسف رحمه الله. دا رنګه موږ هم شايد په ژوند کې دومره اوښکې نه وي تويې کړې لکه د ابويوسف رحمه الله په شهادت، ځکه ابويوسف رحمه الله يو عادي کس نه و، بلکې د امت د راتلونکي هيلې ورپورې تړلې وې.

يوه ملګري کيسه راته کوله وای کله چې اميرالمؤمنين منصور صيب رحمه الله په شهادت ورسېد نو يو ځای د مشرانو مجلس و او ويل يې چې امارت له ډېر ستر رهبر او مدبر مشر نه بې برخې شو او دا تشه به کله هم ډکه نه شي، وای يو مشر وويل چې رښتيا هم منصور صاحب د سياست، تدبر او قربانۍ په ډګر کې يو شهکار و، خو الحمدلله ابويوسف لا ژوندی دی، اخ نن خو همغه ابويوسف هم نشته چې د امت مړاوې هيلې به يې زرغونولې.

د شهيد ابويوسف رحمه الله غم دومره دروند دی، قسم په الله چې څومره د خوشالۍ مجلس وي، خو چې ابويوسف رحمه الله در ياد شي يا يې يادونه وشي، همغه لحظه خندا او خوشالي په وير بدل شي لکه همدا اوس يې چې جنازه ايښې وي، شاعر وايي:

د خنـدا اخـري کـړس مـې په سـلګـو شـو

د شـهـيـد مـلـګـري يـاد هــم بــلا وکــړه

د نحـوي طـالب پر پلونو نسـکور پـرېوت

د جــامــي مـعـرب اسـتاد هـم بـلا وکــړه

د سپين غـر د ګـنـډېـري وږمـه يـې راوړه

ســتا د تـورو څـڼـو بــاد هـم بــلا وکــړه

په شهادت کې يې د امت لپاره درسونه

د سترو انسانانو په قربانۍ سره سترې فتحې راځي، د شهيد ابويوسف رحمه الله قرباني د ټول امت لپاره قرباني وه، ځکه د شهادت په برکت سره يې داسې يوه فتنه تر خاورو لاندې شوه، چې د ګرد امت لپاره خطر وه.

د شهيد ابويوسف رحمه الله په شهادت کې د امت د ځوانانو او راتلونکو نسلونو لپاره ستر درسونه پراته دي، چې تل به راتلونکي نسلونه د ده پر قدم د تلو په تکل وياړ کوي. د ابويوسف رحمه الله په شهادت کې تر ټولو ستر درس دا دی، کله چې مشران او قائدين د قربانۍ ډګر ته وړاندې شي، نو د هغوی وينې بيا الله تعالی ته دومره ګرانې او محبوبې وي، چې په سبب يې ډېرې سترې فتحې راولي. لکه څنګه چې په ابويوسف رحمه الله پورې د امت د برم او عظمت ډېرې هيلې تړلې وې، خو کله چې د قربانۍ ډګر ته وړاندې شو او خپلې سپېڅلې وينې يې د الله دين ته نذرانه کړې، نو الله تعالی د دې سپېڅلو وينو په برکت سره د تل لپاره په افغانستان کې د داعشيت فتنه ورکه کړه.

د ابويوسف رحمه الله په شهادت کې بل ستر درس دا دی، چې د اسلافو تاريخ يې را ژوندی کړ، له ټولو مجاهدينو وړاندې د خطر ځای ته له هر چا مخکې ور وړاندې کېده، چې په يوويشتمه پېړۍ کې يې د خالد بن وليد، عقبه بن نافع او عبدالرحمن غافقي رحمهم الله يادونه را ژوندي کړل.

بل ستر درس دا دی کله چې قائد او رهبر د جګړې په لومړۍ کرښه کې وي او تر ټولو خطرناک ځای ته خپله وړاندې کېږي، نو د نورو مجاهدينو احساسات څو چنده کېږي، له مرګ او ژونده بې پروا پر دښمن باندې حمله کوي د هغوی غيرت او احساسات لوړېږي. بل الله تعالی موږ ټولو مسلمانانو ته درس را کوي چې زما دين دومره قيمتي ده، چې ابويوسف غوندې قيمتي خلک پرې خپلې وينې تويوي، دا حقيقت هغه وخت را ته معلومېږي، چې کله د څو شېبو لپاره سر په زنګون کېدو او د ابويوسف رحمه الله په تقوا، ايثار، قرباني، اخلاص او تکاليفو کې فکر وکړو بيا راته معلومېږي چې ابويوسف رحمه الله څومره قيتمي انسان وو، څومره لوړه تقوا ورسره وه، خو د الله د دين قيمت بيا دومره لوړ دی، چې ابويوسف رحمه الله غوندې سپېڅلې خلک پرې قربانېږي او خپل ټول ارمانونه د همدې هدف لپاره تر خاورو لاندې کوي. نو موږ بايد خپل ځان ته پام وکړو چې موږ څومره ضعيفه خلک يو، او د دين لپاره مو څه کړي دي، بايد متوجه شو، کله چې په موږ کې دومره تقوا او اهميت پيدا شو لکه د ابويوسف رحمه الله غوندې، شايد بيا مو الله تعالی قبول کړي.

بل دا چې د يوويشتمې پېړۍ پر مسلمانانو به د ابويوسف رحمه الله مسلماني، قرباني او تقوا شاهده وي، ځکه موږ تل د هغه د فداکاريو، تقوا او ديانت صفتونه کوو، نو شايد الله تعالی د قيامت په ورځ راته ووايي چې ته هم د ابويوسف رحمه الله سره په يوه زمانه کې اوسېدې هماغه شان قوت او وجود مې درکړی و او تل دې د ابويوسف رحمه الله د قهرمانيو او قربانيو صفتونه هم کول، خو ته څه ډول مسلمان وې او تا زما د دين لپاره څه وکړل؟ نو د ابويوسف رحمه الله تقوا او قرباني به زموږ په ضعف شاهدي وايي.

د ابويوسف رحمه الله غم او درد ډېر ستر ده بايد ډېر څه يې په ژوند وليکل شي، زما د قلم دا څو کرښې د ابويوسف رحمه الله د قربانيو له انځورولو نه عاجزې دی، که په ليکنه کې خطايي رانه شوې  وي يا د شهيد ابويوسف رحمه الله په حق کې رانه زيادت او کمبود شوی وي اول له الله تعالی او بيا له تاسو ښاغلو لوستونکيو نه بښنه غواړم! د شاعر په بيتونو ليکنه را نغاړم.

په سـړيو کې سـړي در پسـې مـات شول

ازادۍ چـنار زلـمـي در پـسې مـات شول

لا دې څـومـره پـوروړي يو نور عـشـقـه!

هم سـرونه هـم زړګـي در پسې مات شول

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *