د سولې هدف او مشروعیت

د سولې هدف او مشروعیت

د سولې هدف او مشروعیت

لیکنه: امرالله عمران
د سولې له اهمیته هیڅوک سترګې نشي پټولی، سوله ده چې انسانې ژوند بقاپکې نغښتې ده، نو ځکه د انسانانو د اړتیا ته په پام اسلام مبارک دین هم سولې ته ترجع ورکړی، او د اسلامې احکامو او حدودو په چوکاټ کې یې سوله روا کړي او مسلمانان یې ورته هڅولې چې سوله وکړي، علما وایې کوم څه چې په سوله منځته راځې هغه په جنګ نشي ترلاسه کیدلی،
سوله عربي کلیمه ده چې په ډیرو زیاتو معناوو سره کارول شوي، چې امام راغب اصفهاني او نورو عربي ژبدود پوهانو ویلي دي، سوله، د وړتیا او مناسب والی، ښه والي، استعداد، جوړښت یعني نیمګړتیا لري کول، نعمت، د اتفاق او پخلاکیدل، د اوربند او جنګ منعه کولو په معنا ګانو کارول شوی،
او په اصطلاحي تعریف کې بیا محدثینو، مفسیرینو، فقهاؤ سوله داسې راپیژني:
سوله په شرعی اصطلاح کې د جنګ بندول او شخړو لري کول او د اختلافاتو ختمول دی، یا په بل عبارت سوله هغه تړون ته ویل کیږي چې جنګ، شخړو اونزاع پری ختمیږي، برابره خبره ده که نزاع لفظي وي، او که وسلواله.
په اسلامې شریعت کې هر ډول سوله کول او خپل منځي شخړي ختمول روا دي خو په دي شرط چې حلال پکې حرام نه کړای شي، او حرام پکې حلال نه کړاې شي، یعني په سوله کې اسلامې حدود په نظر کې ونیول شي، اود غیر شرعي اعمالو او اقوالو په ارتکاب سوله ونه کړای شي، ځکه چې دغه ډول سوله کول په اسلامې شریعت کې ممنوع او ناروا ده لکه چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: له عمرو بن عوف مزني رضی الله عنه څخه روایت شوی دی، چې په تحقیق سره رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د مسلمانانو ترمنځ سوله کول راودي، مګر داسي سوله روانه ده، چې شرعي حلال شیان حرام وګرځوي او یا حرام شیان حلال وګرځوي، او په مسلمانانو باندې پرهغو شرطونو باندې التزام واجب او عملې کول یې پري لازم دي چې د سولي د تړون په مهال کې پري کیښودل شوي وي مګر د داسې سوله ئیز شرط قبلول او عملي کول پري لازم نه دی چې حلال حرام وګرځول او یا حرام حلال وګرځوي.
دا حدیث امام ابوداود په خپل سنن کې او امام ابن ماجا په خپل سنن کې او مام ترمذي به خپل جامع کې تخریج او روایت کړی دی.
امام شوکاني رح د پورتني حدیث په شرحه کې لیکلي دي:
ژباړه: د حدیث دا جمله چې سوله په اسلامي شریعت کې رواده، پردې باندې دلالت کوي چې هر ډول سوله روا ده پرته له داسې سولي څخه چې له مشروعیت څخه مستثنی شوي وي، امام ابوحنیفه رح امام مالک رح ، امام احمد بن حنبل رح او جمهورو فقهاؤ هم ویلي دي چې نظر په دغه پورتني حدیث هر ډول سوله رواده، خو چې له شرعي نصوصو څخه خلاف نه وي.
د سولي ډولونه:
سوله په اسلام کې په ډیرو ډولونو سره راغلي چې حافظ ابن حجر عسقلاني په خپل کتاب فتح الباري کې ویلي: سوله په ډیرو ډولونو لري لکه سوله د مسلمان له کافر سره، د ویم د میړه او میرمن ترمنځ، دریم دیاغي اونیامني ډولو ترمنځ سوله کول، څلورم ددوه مرورو ترمنځ د پخلایني روغ کول پینځم په خپل منځي جنګ کې د ټپي شويو زخمونو سوله کول او هغه داسي چې د ټپي شوي لپاره پرټپي کوونکې باندي ددیت په توګه پرمال کیښودلو سوله وکړای شي، شپږم د دوه برخمنو او څوکسانو چې په املاک کې سره شریک وي لکه لاره او داسي نور… او بیا د هغوي په منځ کي اختلاف سره پیداشي او یو دبل په مخه کي خنډ واقع کیږي او نه یې پریږدي چې ګټه ورڅخه واخلي بیا ددوي ترمنځ دریم ګړي روغه جوړه سره وکړي.
د مسلمانانو او کافرترمنځ سوله :
د کفري ځواکنو سره د سولي په اړه الله تعالی په قران کریم کې الله تعالی مؤمنانو ته داسې لارښوني کوي، او فرمایې:
( واِنْ جنحو اللسًمِ فَاجنح لها و توکل علی الله انه هو السمیعُ العلیم وانْ یُریدوآ آنْ یخدعوک فان حسبک اللهُ هُو الذِي ایدک بنصره و بالمؤمنین.)
ژباړه: اوکه چیري کفارصلحي او روغي ته میلان وکړي نو ته هم( د هغوي دسولي وړاندیزومنه او صلحي ته میل وکړه) او پر الله تعالی باندې توکل وکړه، بیشکه چې الله تعالی دې ښه اوریدونکې د ټولو اقوالو دی او پر ټولو احوالو باندې پوه او ښه عالم دی.
او که دوي یعنی سوله کوونکې کفار اراده وکړه چې تاته دوکه او فریب درکړي په دغه روغه کې نو بیشکه تاته الله تعالی کافي دي، همدا هغه ذات دی چې تاته یې قوت درکړي په خپل مدد سره او په مؤمنانو سره.
شیخ الهند علامه محمود الحسن دیوبندي په خپل تفسیر موضح الفرقان کې ددغو مبارکو ایاتونو په تفسیر کې ویلي، دي:
په اسلام کې في سبیل الله جهاد په ځمکه کې د فساد او د فتني د ختمولو او د سوله ئیز ډاډمن ژوند د تیرولو او د کلمة الله د اعلاء لپاره فرض کړای شوی دی، نو که چیري دغه عالی مقاصد له ویني تویولو څخه پرته حاصل شي، نو بیا خو دوینی تویلو ته هیڅ حاجت نشته که چیري د اسلام مخالفین د روغي کولو وړاندیز وکړي تاسې یې هم ورسره قبول کړئ، او که هغوي د صلحي په پرده کې غواړي چې مؤمنان تیرباسي او د هغوي له پلوه د چلول احتما وي نو بیا هم تاسې هیڅ پروا مه کوئ او سوله ورسره وکړئ؛ الله تعالی د مؤمنانو ملګری دی د کافرو هرډول سوله د ښمنه پلانونه به شنډ کړي او تاسې به په خپل نصرت سره پرې بریالي کړي.
او همدارنګه له کفارو سره د سولې په باره کې یې په بل آیت کې داسې فرمایلي دي:
(فاِنِ اعتزلوکم فلم یُقاتلو کم والقوا اِلیکم السلم فَماَ جَمَلَ اللهُ لکم علیهم سبیلاً) ( النساء سورت ۹۰ایت)
نوکه څنګه وکړی دوي له تاسي څخه پس دوي له تاسي سره جنګ ونه کړ او دوي تاسي ته روغه دروړاندې کړه نو نه ده ګرځولې الله تعالی تاسې ته پردوي باندې هیڅ لاره، د جنګ کولو بلکې تاسي هم د هغوي د صلحي وړاندیز قبول کړئ او سوله ورسره وکړئ.
د سولي احکام:
تفسیر پوهان او فقهاؤ له کفارو سره د صلحي کولو په باره کې یو شمیر شرعي احکام بیان کړي دي، چې د صلحي د شرطونو په نوم یې نومولي دي چې د موضوع د روښانه کولو په خاطر د لته دیو څو نامتو مفسیرینو او څو مشهورو فقهاؤ متفقه اقوال په لنډیز د ( سوله د اسلام له نظره) کتاب کې رانقل کړي د نموني په توګه وړاندې کوو.
د مفسرینو له جملي څخه امام ماوردي (متوفی ۴۵۰کال) په خپل تفسیر النکت والعیون کې امام عطیه اندلسي(متوفی ۵۴۶ کال) په خپل تفسیر احکام القران کې، حافظ ابن کثیر متوفی ۷۴۷کال) په خپل تفسیر کې او د هندوستان نامتو عالم او دارنګ زیب عالمګیر استاد ملا احمد جیون (متوفی ۱۱۳۰ کال) په خپل تفسیر احمدیه کې په سرسری اختلاف او توجیهات سره د انفال د سورة د صلحی تفسیرونه کړي دي، چې نچوړ او خلاصه یې په لاندې کرښو کې وړاندې کولی شي:
له دغه مبارک آیت څخه دا ثابتیږي چې مسلمانانو ته له کافرانو سره د صلحي رواده، په همدې اساس رسول الله صلی الله علیه وسلم له کفارو سره صلحه کړي ده، او څوځلی یې له مختلفو قوي ملتونو سره لکه نصرانیانو، دمکې مشرکانو او یهودیانو سره یې صلحي کړي دي،
نو نظر پر دغو دلیلونو او شواهدو د اسلامې امت حاکمانو ته شرعاً رواده چې که چیري د اسلامې امت ښیګڼه او مصلحت پکې وي چې له کفارو سره صلحه وکړي، برابره خبره ده، که دجنګ په دوران کې وي، او که له جنګ څخه دمخه وي، او که له جنګ څخه وروسته وي، که وړیا وي لکه د حدیبیه صلحه چې هیڅ مال له یو پلوه هم پکې نه وي، او که په مال سره وي لکه چې د خیبر په یهودیانو او دنجران په نصرانیانو رسول الله صلی الله علیه وسلم کیښودلی ؤ چې هر کال به یې اسلامې حکومت ته ورکوي، دغه راز که چیري د مسلمانانو د سر، مال، دین اوناموس خطروي اوکفار په صلحه کې دا ورسره شرط کړي چې اسلامې حکومت به کفري حکومت ته دومره دومره ټاکلی مال ورکوي نو د ځینو مفسیرینو او فقهي امامانو په نزد دا هم رواده ځکه چې په (۵ هجریي کال ) کې د احزاب په غزا کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د غطفان د قبیلو له مشرانو عیینه بن حصن الفزاري او حارث بن عوف المري سره یو تړون لاسلیک کړ چې دوي دواړو ته به سږ کال د مدیني دخرماؤ دریمه برخه ورکړي پدې شرط چې دوي به تول غطفانیان له جنګ څخه وباسي او خپلو کورونو ته به ځې او هم به مشرکانو په لښکر کې اختلاف پیداکوي.
هغوي ورسره ومنله مګر کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د انصارو له مشرانو سعد بن معاذ، سعد بن عباده او اسعد بن زرارة سره مشوره وکړه هغوي ورسره قبوله نه کړه، او هغه تړون لغو شوو،
او ځینو نورو ویلي دي چې دغه ډول صلحه روا نه ده ځکه چې پدې کې دمسلمانانو سپکاوي او توهین دی.
شرطونه: د اسلامې امت فقهاؤ، ویلې دي: له کفارو سره له جنګ څخه دمخه هم سوله کول روا ده، دجنګ په دوران کې هم ورسره روا ده او له جنګ څخه وروسته هم ورسره روا ده، ځکه چې دغه دري واړه ډوله صلحی رسول الله صلی الله علیه وسلم کړی دي، مګر له کفارو سره صلحه کول په مطلق ډول او دتل لپاره روانه ده ځکه چې پداسې کولو سره د تل لپاره جهاد ختمیږي، او د اسلامې امت نور مادی او معنوي زیانونه ورپکې دي،
نو له دې پورته وضاحته معلومه شوه چې سوله تر هغه وخته پوري روا او مشروع ده چې د اسلامې نظام او مسلمانانو ته یې پکې ګټه وي، او حلال پکې حرام نشي او برعکس …
اوکه چیري د اسلام احکام پکې معطل او د عمل له ډګر نه لویږي نو دې سولې نه هغه څه نه مقصدیږي کوم چې اسلام ښولي، بیا دا سوله نا روا او مردوده ده .
ماخذونه:
قران کریم، حدیث
تفسیر صابوني صیب
سوله د اسلام له نظره، د زاهد احمدزي صیب کتاب
سیرت نبوي
تعلیم القران

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *