ځوانان د د ښمن په لومو کې

ځوانان د د ښمن په لومو کې

لیکنه: امرالله عمران
ویل کیږي دهر ملت او ټولني  نېکمرغي او بدمرغي دهغه ملت او ټولني د افرادو په روزنه او تربيه پوري تړاو لري، رښتیا هم ځوان دسبا ورځې آرزو، د ملتونو د ملا تیر، او ستره پانګه ده،
که د اسلام تاریخ مطالعه کړو نو دتاریخ په هرپړاو کې ځوانانو ته ډیر اهمیت ورکول شوی، او دهغوي د روزني له برکته لوي لوي مسؤلیتونه ورسپارل شوې وه، لکه رسول صلی الله علیه وسلم چې دیوې جګړي مشري ترټولو کشر صحابی اسامه رضی الله عنه ته ورکوي.
همداسې که دتاریخ بل پړوته لاړشوو طارق بن زیاد، او محمد بن قاسم اوددوې په څیر نور فاتحین هم ځوانان وو، چې په خپل وخت کې یې لوې لوې سیمي فتحه کړی وي.
نوکله چې د ځوانانو روزنه د الهي فرمان په اساس ترسره کیدله نو هلته ملت سرلوړۍ، ټولنه صالحه او نیکمرغه وه، هلته موږ ګورو چې ځوانانو د اسلام، پیغام د رسولو لپاره کله د چین په دروازوو ولاړ وو او کله به یی د افریقا په شګلنه د ښته کې خپل مزلونه لنډول، او کله به یې اندولس په څیر د داسې تمدنونو بنسټ کیښوده، چې نړۍ ته د علم او عرفان څیراغونه په لاس ورکوي،
خو هر کله چې اسلامې ملت د ځوانانو روزلو ته شا کړي، او بل ته په تمه شوي، هلته ده چې پیړۍ پیړۍ یې غلام قیادتونه تجربه کوي، او هغوي بیا د خپلي روزني نه په مجبوریت تل خپل هیواد او ساتلي ارزښتونه په اسانۍ پلورلي، اود پردي ارزښتونو په محور څرخیدلي دي.
د ځوانانو لپاره د دښمن لومي
دا چې کفري استعمار رښتیا د کومو وسیلو کار اخلي ترڅو د اسلامې ټولني ځوانان په خپل فکر او مسیر را وڅرخوي، نو دلته ځیني هغه دامونه ځکرکوو، چې د ځوانانو لپاره یې غوړولې دي ،
یو فرانسوي لیکوال لیکلي : چې موږ د ځوانانو دبې لاري کولو لپاره د ښځو څخه کار اخلو .
یو بل لیکوال لیکلي: موږ د ځوانانو دبې لاري کولو لپارهغوي په لوبو، لهو لعب، کارونو باندی مصروفه ساتوو…
په اسلامې ټولنوکې د تنصيري برنامو په استفادې،لومړنۍ هڅه دا چې په دیني علماؤ باندي ځوانان بې باوره کول، هغه د رسنیو له لار، د سیمینارونو، فلمونو او سریالونو له لاري…

په اسلامي هېوادونو کې د مفسد او په يرغلګرو پورې تړلي سياسي نظامونو جوړول.

د ځوانانو د بدلون لپاره لومړی د موډ، فیشن څخه کار اخیستل، ترڅو د ځوانانو په منځ کې د غربي فکري یرغل د منلو لپاره زمينه برابره شي.

د ځوانانو د مصروفه ساتلو لپاره دشمن د سیریالونه ، فلمونه ، کرکټ او نوربختونکې لوبي دوسائلو کار اخلي، ترڅو ځوانان خپل هدف نه لري، او خپل مسؤلیت ته متوجې نشی.

د بې حجابۍ او فحشاء خپرولو ټينګ ملاتړ او د رسنیو له لاري د موسيقي، ګډاګانو او مبتذل سندرو ترويج او د ډمانو، فاحیشو دومرستایل، ترڅو د نوجوانانو الګو وګرځي.

د اسلام ضد افکارخپرول، د کتابونو او مبتذل فلمونو او سريالونو له لاري.

د تعليمي نصاب بې کيفيته کول، او د مادیاتو رنګ پکې شندل.

له اقتصادي پلوه د مسلمانانو د تضعيف لپاره د لنډ مهاله او اوږد مهاله اقتصادي پروژو تطبيق، او د ځوانانو بې روزګارکول.

د ځوان نسل او اسلام تر منځ د واټن رامنځته کول.

د مختلط تعليمي او تحصيلي نظامونه رامنځته کول.

د غرب فاسد فرهنګ د منلو لپاره د مختلفو صوتي، تصويري، چاپي او ټولنيزو رسنيو د جوړولو له لارې د عامه ذهنيت چمتو کول.

په مخدره توکو د ځوان نسل د اعتياد لپاره هر اړخيزه هڅه.

دا هغه لومي دی چې زموږ زیاتره ځوانان پکې نښتې، نو ځکه دا د فکري جګړي ښکار شوي ځوانان محکوم دي، د دښمن تر تاثیر لاندې دي، د هغوي فکریرغمل شوی، هغوي مجبور دي چې دبل هدف لپاره کار وکړي، هغه په همدی فکر روزل شوي، هغه د خپلي روزني نه مجبور دی، چې د دښمن د هدف لپاره کار، مباریزه او خپله انرژي مصرف کړي.
تاسي وګورئ! د مسلمان مور، پلار نه پیدا، په اسلامې ټولنه کې میشت، د غرب په فکر روان دي، د اسلامې ارزښتونو په خلاف دریږي، دا ځکه چې په اسلامې ټولنه کې مسلمان ځوان او مشر خپل مسؤلیت پریښی دی.
د مسلمان ځوانانو مسؤلیتونه
د اسلامې ملت ځوانان د کفري ملت ځوانانو په وړاندي څوچنده ډیر مسؤلیتونه لري ځکه کفري ځوانان یواځې د دنیا دابادولو مسؤلیت لري .
خو موږ د دنیا تر څنګ د اخیرت د ابادولو مسؤلیت هم لروو!
زموږ یوشمیر ځوانان هیڅه ډول مسؤلیت نه پیژني، هغوي په ناخبرۍ کې د دښمن دهدف لپاره کار کوي، هغوي یواځې پوهول د اسلامې فهمه، او عظمته خبرول غواړي، او بس!
ځکه سکولر احزاب، د دښمن له خوا اجير او مزدور بنسټونو او نشنلستي جريانونه او انحرافي ډلې د ځينو نا خبره ځوانانو له بې خبرۍ ناوړه استفاده کوي، دوي د وطن مینه، پرمختګ، ترقي او نورو غوړو نومونو تیرباسې او په خپلو ليکو کې یې استخداموي، پالي ئې او د خپل دين او ملت په ضد ئې د يوې فکري جګړې په ترڅ کې استعمالوي، دغه پرديپال جريانونه له دغو غولوونکو عنوانونو او وسيلو د ځوان نسل د انحراف لپاره کار اخلي، نو اوس مهال ځوانان باید ډیر بیدار اوسي، نه یواځې د دوي له دې دامونو ځان خوندې کړي بلکې د دوي جریانونو پر ده پورته کړي، تر څو نور ځوانان هم اګا شي،
اوس افغانستان تر ټولو په سخترین حالاتو کې قرار لري، موږ د نوروو ټولنو له ځوانانو سره په کار او مباریزه کې ښکاره توپیر لروو، موږ څو چنده کار او فکري سمونو ته اړتیا لروو، ځکه کله کله د وخت او ځای په بدلون سره د ځوانانو په مسؤلیتونو کې هم بدلونونه راځي، لکه هغه هیواد چې د پردیو تر سلطي لاندې وي هلته د ځوانانو مسؤلیتونه د ازادو او خپل واکه هیوادونو د ځوانانو سره څرګند توپیر لري.
دیو غریب او بې علمه او دزدکړي څخه لري ملت ځوانانو مسؤلیت د یو شتمن، مالداره او دزدکړي او علم په رڼا روښانه ملت ځوانانو د مسؤلیتونو سره توپیر لري، همدارنګه هغه ملت چې د عدل پرځای پکې ظلم او د اسلام په نوم پکې د اسلام ضد افکار خپریږي، د مرستي په نوم پکې بهرنۍ لاسونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول حکومت کوي د هغه هیوادونو له ځوانانو سره ښکار توپیر لري چې د هغوي ملک د هر ډول یرغل ازاد، او خپلواکه حکومت لري.
نو په اوس وخت کې په اسلامې فکر روزل شوو، ځوانانو ته سخت اړتیاده، هغوي چې له دې جوهره برخمن دي ، هغوي باید د غربي فکر روزل شوو، غوندې بې تفاوته پاتې نشي، دوي ته د ملت سترګې دي، د وطن د ازادۍ ساتنه، د موجوده فکري امراضو چیلنجونو د مقابلې مسؤلیت هم ورتر غاړي دی.
اوس د کفري ښکیلا ک د دې ټولو توطیو سره سره بیا هم د دې هیواد اصیل بچي باید هیر نشي هغه لا ژوندي دي، هغه چې د الهي فرمان په اساس خپل مسیر ټاکې، هغوي په ډیره کمه موده کې په اسلامې فطري دین، ډیر کم ځوانان وروزل، چې هغوي قربانيو او سرښندنو په مرسته یې دادی دونیاوال ته یوځل بیا وښوده چې نړيوال کفري ښکېلاک په وړاندې په يوه نه ماتېدونکي سنګر بدلیدونکی دي، او لري نه ده چې یوځل بیا د مظلومو افغانانو پر مخ د هیلو او میدونو یو نوی باب پرانیزي.
هو زموږ ځوانانو دا لار د الله لوري ته بلنه، جهاد او د يرغلګرو په وړاندې درېدل او مقاومت له خپلو اتلو نيکونو زده کړې، په همدې خاطر ده چې کله هم زموږ هېواد له يرغل سره مخ شوی، زموږ په اسلامې فکر روزلو ځوانانو تر ټولو لومړی خپلې سينې د خپلې عقيدې او آزادۍ په دفاع کې سپر کړې، چې بیا الله تعالی د دوي قربانیو له برکته د فتحو په دروازوو درولي، اوس هم همداسې څرګندیږي چې د ځوانانو د بیساري قربانیو ثمره ګوروو او الله تعالی  خپل قدرت او نصرت د دغو مؤمنو ځوانانو په ذريعه ښکاره کړ، د دوی په ځواکمنو لاسونو ئې نړيوال کفري ښکېلاک څخه د جګړي به ډکر کې لاره ورکه کړه، او خپلې ماتې اظهار یې د نړۍ په مخکې وکړ،
زموږ د لوستو او په ښارونو او کلو کې میشتو ځوانانو هم همداتمه ده چې اوس ستاسې وار دی چې د کفر فکري انحرافاتو ته د منطق او استدلال په اسلیحه درانه ګوزارونه ورکړئ، او دخپلو بیلارو او د دښمن په لوموکې نښتو ځوانان د دښمن له لومو راوباسئ،
چونکې ځوانان دا نولس کاله دداسې فکري استعمار ښکارشوي چې هیڅ په ځان پوهه نه دي
په نااګاهانه ډول د دښمن د هدفونو لپاره کار کوي، د داسې ځوانانو ژغورولو ته سخته اړتیاده ترڅو دوي بیرته خپل مسیر ته وروګرځول شي، او د هلاکت له کندې وژغورل شي.
۱۶ـ۶ـ۱۳۹۹ـ کابل
ماخذونه
په ټولنه کې د ځوانانو اهمیت (کتاب)
په اسلامې ټولنه کې د ځوانانو بې لاري کول (ریسرچ)
فکري جګړه (زاهد احمدزي)

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *