لعنت

  1. :لعنت
    لعنت په حقيقت کي ښيرا ده کله چي يو صالح سړی يو چا ته ښيرا وکړي نو طبعي خبره ده چي هغه به ډير ورباندي پريشانه کيږي مګر هغه څوک چي خير البرية محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم ښيرا ورته کړي وي هغه بايد خپل پر حال په طريقه أولى و ويريږي.

په احاديثو کي به شايد ډير داسي خلګ ذکر شوي وي چي دالله رسول ورباندي لعنت ويلي وي خو زه ده يو څو تعداد درسره شريکوم.

(1) لعن الله آکل الربا وشاهده وکاتبه.
هغه څوک چي سودي معاملاتو کي دخيل وي دالله جل جلاله لعنت دي ورباندي وي.

(2) لعن الله من عق والديه.

هغه څوک چي مور او پلار ورڅخه ناراضه وي أو هغوي يې ازار کړي وي. دالله جل جلاله لعنت ورباندي وي.

(3) لعن الله من ضلل اعمى عن الطريق.
هغه څوک چي يو نابينا شخص د لاري څخه غلط کړي د الله جل جلاله لعنت دي ورباندي وي أو په دي کي هغه عالم هم داخل دی چي عمدا تلبيس د حقایقو کوي.

(4) لعن الله من ذبح لغير الله.
هغه څوک چي دالله جل جلاله نه پرته دبل چا په نامه باندي ذبحه وکړي پر هغه دالله جل جلاله لعنت دی.

(5) لعن الله من عمل قوم لوط.
او هغه څوک چي د لوط عليه السلام د قوم په عمل -لواطت- باندي مبتلا وي پر هغه باندي دالله جل جلاله لعنت دی.

(6) لعن الله من ينکح امرئة ليحللها لزوجها الذي طلقها.
او پر هغه چا د الله لعنت دی چې مطلقه په طلاق مغلظه سره وخپل أول خاوند ته حلاله کوي چي په شريعت کي ورته محلل وايي.

(7) ملعون من أتى امرئة في دبرها.
او پر هغه چا لعنت ويل سوی چې وخپلي کور والا ته راتګ په شا کي کوي.

(8) لعن الله المتشبهين من الرجال بالنساء والمتشبهات من النساء بالرجال.
او پر هغه چا دالله جل جلاله لعنت دی چې نر وي او مشابهت د ښځو سره کوي لباس او هيئت د ښځينه وو کوي او پر هغه چا چي ښځه وي خو مشابهت د نرانو سره کوي.

(9) لعن الله عبدالدينار وعبدالدرهم.
او دالله ج لعنت دي پرهغه چا باندي چي د پيسو مريي وي يعني ټوله هم او غم يي دروپو وي نور هرڅه ورڅخه هير وي.

(10) لعن الله الراشي والمرتشي ومن يمشي بينهما.
او پر هغه چا د الله جل جلاله لعنت دی چي د رشوت په معاملو کي دخيل وي.

(11) لعن الله اللاطمة وجهها والشاقة جيبها والداعية بالويل والثبور.
او پر هغي ښځي دالله ج لعنت دی چې د غم په وخت کې خپل مخ ټکوي او کالې څيري او ځان ته دهلاکت ښيراوي کوي.

عبدالرحمن محمود

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *