د عربو او اسرائیل ژورې اړیکې

د عربو او اسرائیل ژورې اړیکې

د عربو او اسرائیل ژورې اړیکې، یو ځغلند نظر

عزام مهاجر

• که غواړئ چې د اسرائیل او عربو په ژورو او مخفي اړیکو خبر شئ، لیکنه تر پایه ولولئ.

د اسرائیلو د ټولو ظلمونو او د فلسطیني مسلمانانو په ضد د وحشتونو تر څنګ اوس عرب، اسرائیل د منځني ختیځ یوه برخه ګڼي او د هغوئ پر ټولو تېروو شوو او روانو ناروا کړنو سترګې پټوي.

په رسمي ډول مصر د عربو لومړی هیواد دی چې په ۱۹۷۹م کال کې یې د اسرائیلو سره اړیکې نرمې او ښې کړې. په بدله کې یې مصر ته د سینا هغه صحرا بیرته وسپارل شوه کومه چې د ۱۹۶۷م په جنګ کې اسرائیل ترې نیولې وه. مصري حکومت بیا دومره جرأت نه درلود چې په جګړه کې بایللې ځمکه بیرته د زور له لارې تر لاسه کړي. پنځلس کلونه وروسته اردن د مصر پر پله پل کېښود او له غرب څخه د اقتصادي او پوځي ضروري شیانو د راواردولو په موخه یې لاره ورسره پرانیستل. او له هغه موده وروسته د روانې میاشتې پر دیارلسمه نېټه متحده عرب امارات دریم عربي هیواد و چې د اسرائیل سره یې خپلې اړیکې سمې کړې او دا رنګه یې د اسرائیل وجود ته مشروعیت ور وبخښی.

د مصر او اردن په خلاف، متحده عرب امارات نه د اسرائیل سره مشترکې پولې لري او نه یې هم ورسره کومه جګړه شوې ده، نو د اسرائیل سره خپلې اړیکې اوارول یو سوله ییز تفاهم نه بلکې په بشپړ ډول د اسرائیل وجود تسلیمول دي تر څو په بېلابیلو چارو کې د اسرائیل سره دوه اړخیزې اړیکې ولري، داسې اړیکې چې د غصب شوي فلسطین او فلسطیني مسلمانانو لپاره هیڅ نفع پکې خوندې نه ده. د فلسطینیانو سره د عربو معاهده په اساسي ډول په ټولو عربو پسې تړلې ده، خو ډېری عرب مشران بیا له هغه تجاوز کوي او په پټه د اسرائیل سره اړیکې جوړوي چې لسیزي تاریخي سابقه لري.

په ۱۹۵۰م کال کې د المغرب/الجزائر ولسمشر حسن الثاني د خپل ملت ګټې په نظر کې نیولې وې او د مصري صدر جمال عبدالناصر د نظر مخالف یې د ټولو عربو ګټې په نظر کې نه وې نیولي او له هماغه راهیسي چې لسیزې تیرې شوې دي، لا هم د اسرائیل او الجزائر تر منځ غیر رسمي هماهنګي او همکاري جریان لري چې په لړ کې یې د اسرائیل له لوري د الجزائر د استخباراتو د ایجنټانو روزل هم شامل دي. همداراز د ۱۹۵۰م کال په لسیزه کې د تیونس مشر حبیب بورقیبه د عربو د قومي خوځښت سره مخالفت څرګند کړ او له اسرائیل څخه یې په زراعتي څانګه کې روزنه او همکاري طلب کړه، تر څو خپل زراعتي سیکتر قوي کړي. د حبیب بورقیبه ځای ناستي، زین العابدین بن علي،په ۱۹۹۴م کال کې اسرائیل ته اجازه ورکړه چې په تیونس کې خپل رسمي دفتر پرانیزي او په بدل کې یې تیونس ته اجازه ورکړل شوه چې په تل ابیب کې خپل دفتر پرانیزي.

د سوډان له ازادۍ وروسته د سوډان د صدر اعظم عبدالله خلیل او د اسرائیل د هغه وخت خارجه وزیر ګولډا میر ترمنځ په ۱۹۵۷م کال کې په فرانسه کې یوه پټه لیدنه ترسره شوه. د روان کال د فروري په میاشت کې د سوډان د انتقالي خپلواک کونسل مشر جنرال عبدالفتاح البرهان د اسرائیل د ولسمشر نتنیاهو سره د خبرو اترو لپاره د افریقا په یوګانډا کې لیدنه وکړه. له دې لیدنې وروسته نتنیاهو اعلان وکړ چې دواړه مشران پر دې خبره راضي شوه چې سوډان به د اسرائیل سره اړیکې ښې کوي چې سوډانې کابینې بیا دا خبره رد کړه. او همدا اوس سوډان د اسرائیل سره هوایي کرښې پرانیستلې او د خرطوم او تل ابیب تر منځ مستقیم پروازونه پیل شول. د اسرائیل او عربي نړۍ تر منځ پروازونه بند و، خو له خلاصېدلو وروسته په لومړي پرواز کې پمپیو له اسرائیل څخه سوډان ته راغی او دا یې د ځان لپاره یو ویاړ وګاڼه چې نوموړی هغه کس دی چې له اسرائیل څخه عربي نړۍ ته په لومړي پرواز کې سفر کوي. ژر ده چې د سوډان لاس پوڅی ولسمشر عبدالله حمدوک چې د نړۍ د اول مفکر په نامه سوډانیانو ته تېر شو او دوهم مفکر یې د ناچله نوټ په څېر پر موږ تېر کړ، هم د اسرائیل وجود په رسمي ډول تسلیم کړي.

په ۱۹۹۴م کال کې د اسرائیل سره د تړون له لاسلېکولو ډېر وړاندې، د اردن ولسمشر حسین په ۱۹۶۰م کال کې خپل یو پوځي جنرال ته اجازه ورکړه چې د اسرائیلو سره په القدس کې لیده کاته وکړي. له هغه درې کاله وروسته په ۱۹۶۳م کال کې نوموړي خپله په لندن کې د خپل معالج په دفتر کې د اسرائیلي چارواکو سره ملاقاتونه وکړل. او د ۱۹۷۰م په کلونو کې د نوموړي پټ ملاقاتونه په مسلسل ډول په اسرائیل کې دننه د اسرائیلي چارواکو سره کېدل.

له څو کلونو راهیسي د سعودي او اماراتو چارواکي په مسلسل ډول په اسرائیلي مسلکي چارواکو پسې دي تر څو د لوړې کچې ټیکنالوجي ترې تر لاسه کړي او په هیواد دننه په خپلو مخالفینو او فعالانو عیار نظر وساتي او نګراني یې وکړي. د اسرائیل د مرکزي دفتر د احصائیې مطابق د منځني ختیځ او شمالي افریقا مارکېټونو ته له اسرائیل څخه د کاله د ۷ ملیاردو ډالرو شیان را واردیږي چې مطلب یې دا شو چې اسرائیل اکثره د عربو په پیسو چلیږي. د اسرائیل سره د متحده عرب اماراتو له اړیکو وروسته بحرین او عمان هم د یادو اړیکو ستاینه کړې او باورونه شته چې بحرین او عمان به راتلونکې هغه عربي هیوادونه وي چې د اسرائیل سره خپلې اړیکې ورغوي. په داسې حال کې چې دغه رژیمونه باور لري چې د اسرائیل سره اړیکې به د دوئ د هیوادونو امنیت خوندې کړي او لوی بادار امریکا ته به یې نږدې کړي، د عربو لویه برخه د اسرائیل د وجود پر تسلیمولو پر خپلو رژیمونو اعتراض کوي او وایي چې د فلسطین د قضیې په اړه باید د فلسطیني مسلمانانو لپاره انصاف وغوښتل شي او له اسرائیل څخه پوښتنه وشي.

د عربو او اسرائیل قضیه راښکاره اوس شوه، خو ریښې یې اوږدې تاریخي سابقې ته غځیږي.
الله دي پر مسلمه امت رحم وکړي.

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *