شھید ملا عطا محمد آخند

شھید ملا عطا محمد آخند

ګــمــنــام اتــلان (۳)

د شهيد ملاعطاء محمد آخند ژوند ليک

قال الله تعالی : [سُوۡرَةُ آل عِمرَان : 169]

وَلَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ أَمْوٰتًۢا ۚ بَلْ أَحْيَآءٌ عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ

كوم كسان چې د الله په لار کې وژل سوي دي، هغوى مړه مه ګڼئ، هغوی خو په حقيقت کې ژوندي دي، د خپل رب په وړاندي روزي مومي.

[آل عمران: ۱۶۹]

ملاعطاء محمد واقعا د زهد ، اخلاص ، نيکو اخلاقو، سخاوت او ميړانې نمونه وه ، هغه د رفاقت او اخلاص يو ځانګړی خصلت درلود، هميشه به يې پر شونډو مسکاخپره وه.
شهيد ملاعطاء محمد دعبدالله اکا زوی دهلمند ولايت اصلاً د نوزاد ولسوالۍ فعلاً د ګريشک د زومبولي اوسېدونکی و ، نوموړی په يوه دين دوسته او مجاهد مزاجه کورنۍ کې زېږېدلی و ، ډېر يو ښه با اخلاقه او عاجز متقي طالب و ، کوم وخت چې د امريکا ديرغل په وړاندې جهاد شروع سو ، عطاء محمد هم دخپلو وروڼو په مرسته هريولکه شهيد انجنېر ملاعبدالکريم عادل صاحب او شهيد عبدالرحيم رفيق صاحب جهادي فعاليت کاوه ، په دې وخت کې د دوی کور په لښکرګاه ښار کې و ، کوم چريکي مجاهدين چې به راتله ملاعطاء محمد به هر راز کومک او رهنمايي ورته کوله ، خو دعطاء محمد صاحب کور داسي بلل کېدی تابه ويل چې دايو جهادي نمائنده ګي ده ، د دوی له ځای څخه سلاح مجاهدينو ته ورکول کېدل ، کوم وخت چې به کار وسو ، بيا به ملاعطاء محمد شهيد ته په تسليم ورکول کېدل ، مجاهدين به بيا فارغه وه هر طرفته چې به تلل په ښه اسانتياسره به له سيمي څخه تلای سول ، ملاعطاء محمد به همېشه پر کور موجود او انتظار به ناست و ، که به دکوټې دروازه وټکول سوه ، ملاعطاء محمد شهيد به پوه وو چې مجاهدين دي خدمت ته به يې حاضر سو ، خپل دملګرو سره سره به يې دنورو مجاهدينو سامانونه هم په ښه اخلاص سره پټول ، نقشبندي صاحب وايې چې يو وخت زه د دوی پر ځای حاضر وم ، تراب آغا (چې دلښکرګاه يو مشهور چريکي مجاهد و) راغلی ، ملاعطاء محمد سلاح ورباندي راويستل په لاس يې ورکړه ، يو لږ وخت تېرسو چې ټليفون وسو چي تراب اغا يو چارواکی و ويشتی ، او رېنجر موټر يې ورڅخه بوتلی ، کوم وخت چې پر شرقي عمومي ځنځير ورغلی ، چارواکو لاس ورکړی دی نه ورته ودرېدی ، هغو موټران ورپسې کړل چې کله یې ګير کړ ، نقشبندي صاحب وايې چي موږ ژر د دوی له کور څخه ولاړو ، چې اوس راپسي رانسي شهيد ملاعطاء محمد اخند خپله هم زيات غيرت مند او بې پروا کس و ، په زياتو منطقو کي يې جهادي فعاليت د تشکيل په صورت کي هم کړی دی.

د شهادت واقعه

د کندهار پاشمول چې هغه وخت ياده سيمه دمجاهدينو يو قوي مرکز و ، هلته د خارجیانو او داخلي غلامانو زيات عملياتونه راوتل ، چاپې يې ورباندي وهلې او بمبارونه يې زيات کول ، ملاعطاء محمد شهيد هم په شهادت ورسېدئ بيا يې مشر ورور ملاعبيدالله عادل ورپسي ورغلی او رايې وړی ، د زمبولي دمؤمنانو په هديره کي يې دخپلو دوو وروڼو سره يو ځای دفن کړی
انالله وانااليه راجعون

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *