شھید ملا بھاؤ الدین قادری

شھید ملا بھاؤ الدین قادری

*ګــمـنـــام اتلان*(۴)

*د شهيد بهاؤالدين قادري صاحب جهادي ژوند ته لنډه کتنه*

شهيد بهاؤالدين قادري دهلمند په جنوبي ولسواليو کې د روسانو په خلاف د جهاد دمهال له مهمو څيرو څخه شمېرل کېږي ، چې وروسته يې داسلامي امارت په قيام او واکمني کې هم ستر رول لوبولی دی . که په دې ساحه کې د پخواني جهاد ، دطالبانو دتحريک او اسلامي واکمنۍ يادونه کيږي نو دبهاؤالدين قادري له يادونې پرته به نيمګړی وي ؛ ځکه نوموړی هغه شخصيت و چې دکمونستانو په خلاف د جهاد دمرحلې غوندې يې داسلامي امارت په قيام کې هم کليدي رول درلودــ
په دې ليکنه کې هڅه کوو چې د هلمند دجهاد د دې وتلي شخصيت او قهرمان مجاهد په ژوند او کارنامو وږغيږو .
شهيد بهاؤالدين قادري ولد حاجي باز محمد اکا د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالۍ د مېرمنداب دکلي اوسېدونکی و. نوموړی په يوه دينداره او باعزته کورنۍ کې په ۱۳۸۵ هـ ق کې دنيا ته سترګي وغړولې کوم وخت چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ . مجاهدينو يې پر ضد جهاد شروع کړ شهيد بهاؤالدين قادري نوی ځوان وو عمر يې هم کم وو هغه وخت يې ماماد امير پايند صاحب په جبهه کې جهادي قومندان وو د عبدالله ستوری ماما په نوم ، ډېر غښتلی قهرمان مجاهد و شهيد قادري صاحب له خپل ماما سره ورسره وو څه وخت وروسته نوموړی خپله هم په جنګونو کي مشر ټاکل کېدی زيات د قهرمانی جنګونه او کارنامې يې ترسره کړې هغه وخت کي سخت زخمي هم سو بيا چي کوم وخت امريکا پر افغانستان خوني يرغل وکړ قادري صاحب اول ځل دمحمداسماعېل نسيم سره جهاد په مېرمندو او باباجي کي پيل کړ .اوزه
کوم وخت چي نسيم صاحب د مېرمندو څخه بلي منطقې ته تبديل سو قادري صاحب د کورني مصروفياتو له وجهي دعبدالکريم انجنېر صاحب سره بيعت د ملګری وکړ خو هرځای چي به تعروض وو قادري صاحب به خپله حضور پکښي درلودی ځکه چي نوموړی د جهاد ډېر شوقي وو او د غټي اسلحې( هشتاد دو ۸۲ )هم ډېر ښه مسلکي وو کله چي انجنېر صاحب شهيد سو نقشبندي صاحب ويل چي قادري صاحب عمومي معاون وټاکل سو همدارنګه د عمومي عملياتو مسؤل هم وو . که په لښکرګاه ، نهرسراج ، بندنېمور ، خوشک ابه کي هرځای کار وو قادري صاحب به په داسي چسپۍ پر دوښمن حملې کولې چي دوښمن يې هيڅ مقابله نسوه کولای ځکه چي قادري صاحب د يوې خوا زيات غښتلی بهادر څوک وو او له بلي خوا د وخت تجربه کارانسان وو چي د هر راز حملې او دفاعي جنګ مهارت يې درلود نو ځکه به د هرځای د جنګ او عملياتو لپاره دده حضور مفيد او ضروري وو نقشبندي صاحب وايي چي زه يو وخت خپله ورسره وم د بندتېمور د دوراهي پر ډامبر د فقير ګرګي دغونډی پر پوستې يې حمله وکړه ددې لپاره چي مجاهدينو شکايت کاوه چي مونږ پر هري پوستې حمله وکړو نو ژر تر ژره دکومک قوه ورته راسي . او زمونږ څخه پوسته پاته ( خلاصه ) سي ؛
قادري صاحب وويل چي پر پوسته صرف د چل په موخه کار شروع کوو او هر طرف ته قوي کمين نيسو همداسي يې وکړه کوم وخت چي پوستې ته کومک د دوو ۲ طرفو څخه راغلی مجاهدينو د کمين په ترځ کي کار ورباندي شروع کړی د صمد په نوم د نهرسراج يو مغروره قومندان وو نفر يې مړه سول موټر يې وويشتل سوه سلاح يې غنيمت سول خپله صمد او زيات چارواکي يخچال او ګوبند سيموته پر پښو تللي وه : خو بيا چي به پر هره پوسته جنګ شروع وو دبلي خوا هيڅ کومک او مرسته نه ورته راتله له دې وهمه چي کېدای سي طالبان په لارکي کمين وي . خو هغه ظالم او شرير چارواکی د نهرسراج او لښکرګاه د شهرا مشر صمد نامي قومندان په قهرسو چي زه به ضرور بندتېمور جومند سيمي ته عمليات باسم ځکه هغه طالبان چي مونږ ته يې زيانونه ورسول دلته دي او دداغه کورو خلګ دي، بيادسيمي مجاهدين په ګزمو او پيرداری بوخت وو قادري صاحب ورباندي راغلی ورته ويې ويل ؛ خدای دې خير کړي په دا تور دښت کي څه کوې هغه مجاهدينو وويل چي صمد ظالم ويلي دي چي عمليات راباسم مخکي يې هم يو عمليات دلته راغلی دی د خلګو مالونه يې ټول لوټ او غلا کړل د طالب په نوم يې زيات ظلمونه هم وکړل نو که دا وار راتلی دلته دوطن څخه لري به يې مخ ونيسو قادري صاحب وويل چي تاسو يې غم مکوی يو داسي هوسا او اسانه طريقه به ورته برابره کړو چي صمد ظالم په خپل مرکز کي په يو غټ غم اخته کړو دا وطن او غم به ورڅخه هېرسي هغه دا ډول چي يو څو مجاهدين په لاس راکړی چي په لښکربازار کي هغه دده مرکز او کمپنی باندي حمله وکړو بيا به دۍ د دې منطقې نوم هم وانه خلي ، هلته کاډمي ( پوځي روزنه ) ويل کيږي زيات چارواکي سره جمعه دي خالي چادران دي شاوخوايې دېوال او جلتي هم نسته خالی جالۍ دی زيات تلفات هم ور اوړي زه ديو داسي طرف څخه ورځم چي تګ راتګ هم مشکل نه وي له داسي ځايه حمله ورباندي کوم چي داخل طرف وي د نژدې څخه ان شاءلله . او زمونږ خوږ به هم خاص په بنده ګي فکر نه وسي بالاخره تشکيل تيار سو دخوشک ابې د دربار څخه بيا تر سرکار او لښکربازار پوري چي هرڅومري سړکان ( لاري ) دعمومي ډامبر څخه راغلي

وي کمين يې پرېښودی هلته کمپنۍ ته داسي نژدې ورغلی چي په سترګو ليدل کېدل ، يو هشتاد دو چي د ده سره وو نور راکټان او ثقيلان يې دځان سره يو ځای کړل هغه پيردار چي دکمپنی مخته پر هغه ځنځير ولاړ وو چي هغه دلښکرګاه عمومي ځنځير هم وو هغه وخت بل ځنځير نه وو قادري صاحب په اول پير د ۸۲ و ويشتی چي بيا عيني شاهدانو وويل چي هغه پر ځنځير ولاړ کس يې دوه ځايه کړی وو خو پر کمپنی داسي د خوند جنګ وسو چي ټوله لښکرګاه ښار يې ولړزاوه بيا دالله جل جلاله په نصرت تر وطن پوري ټول مجاهدين صحيح سلامت راورسېدل بيا هغه صمد چارواکی د خپل دفاع په لټه کي سو نور يې بيا هيڅ وخت د عملياتو غوري ونه وهلې.
د شهيد قادري صاحب يوه بله کارنامه
يوه ورځ دګريشک ولسوالی د مېرمندو د حاجي اغا د پله پر برابر د امير پايند غونډی يا هغه دپخوا دروسانو د وخت لوړ سنګر چي يو زيارت هم ورسره بغل ته وو، يو څو شنغزيان ورباندي ولاړ وه غټه قوه دامريکايانو راغله د طيارو په ملتيا. خو کوم وخت چي جنګ شروع سو شهيد قادري صاحب دټوله جنګ قومانده هم پر غاړه درلوده او جنګ يې هم کاوه اخير جنګ شدت ومومی طيارو بمبار شروع کړ د قادري صاحب سره په دغه سنګر يا زيارت کي ملګري ټوله زخميان سول ټانګانو هم د غټو او ميده اسلحو اور بل کړی وو قادري صاحب د خپل هشتاد دو پيرونه ورباندي کول کمه سر پناه نه وه يواځي پخواني د سنګر بوټي او دزيارت چاردېوالي وه داځای طيارو زيات په نخښه کړی وو قادري صاحب يې هم زخمي کړ داسي زخمي سو چي ټول بدن يې ټوک ټوک او ويني ورڅخه بهېدلې دا امکان وو که قوه چيري ونه ګرځول سی نوره هم مخته راسي دا زخميان مجاهدين به ګير کړي قادري صاحب په داسي حال کي چي ديوې خوا سخت زخمي وو د بل خوا يې پر سر په داسي ځای کي چي دوه يا درې شينغزيان ولاړ وه ـــ
بيا تر ډېره حده لغړه مځکه وه طيارې يې پر سر په داسي کښته فضا کي ګرځېدلې چي هر څوک به ښکاره سو هغه به يې و ويشتی نوموړي هغه زخميان ملګري لاندي کورو او درختو ته راورسول بيا ورغلی خپل هشتاد دو يې هم راوړی په دې حال کي څو واره طيارو بيا هم و ويشتی خو د دې وروسته يې هم د هغه جنګ تر خاتمې کلکه قومانده مجاهدينو ته ورکول چي هيڅ کس هم د ده په ضعف تر پايه ونه پوهېدی بالاخره قوه دالله ج په نصرت او د شهيد قادري صاحب په شجاعت او مېړانه ماته سوه او يو ټانګ هم وطن ته داخل نه سو

د شهيد قادري صاحب شهادت او په دې وخت کي يې ستره قهرماني او قرباني
د ميوندولسوالی د بندتېمور په سيمه د ډامبر لاندي د داخله مزدورو عسکرو عمليات راغلي وه د ترياکو د کمپين په نوم خو دخپل تشکيل د زيات والي او مغروری د وجهي وطن ته راخل سول دوطن يو برخه يې په خپل واک کي راوستل مجاهدين دوطن د دفاع په خاطر مخته ور ووتل د زمريانو په شان کوم وخت چي دوه لښکرونه سره مخ سول جنګ شروع سو د اسمان مخ ګرد او غبار ونيوی قادري صاحب د خالد بن وليد( رض) په شان د هغه غټ فوځ په منځ ورګډ سومجاهدين لکه زمريان په موټرانو کي سپاره وه د تورو دشرنګ پر ځاي د ټوپکانو دشپېليو د يو تناه په شان دربی وتی اود باران په شان مرمی ورېدلې د برقونو او پېلبو په رقم ځمکه اوهوا شغلا په سپينه ورځ لمبې لمبې کولې د يو لوی طوفان په ډول فضا خړه پر له واوښته غلامان چارواکي مجاهدينو تر موټرانو لاندي کول داسي هم پېښه سول چي دحاجي اکا په نوم يو مجاهد پريو چارواکي موټر را کاټ کړی موټر چپه سو دامجاهد چي خپله يې موټر چلوی ځني را ووتی چارواکی يې راونيوی او ټوپک يې ځني واخستی او په هغه ټوپک يې چارواکی وويشتی د چارواکو موټروانانو د خپلو ملګرو څخه موټران وځغلول چارواکي يې د بيابانک پر وچ دښت پرېښودل دلته ډېر بې حسابه چارواکي مردار سول مجاهدين کاميابه وه خو دلته يو ظالم جابر وحشي غلام چارواکي چي قادري صاحب موټر پر را وګرځاوه هغه ظالم پر سينه لکه حضرت حمزه (رض ) وويشتی او د شهادت جام يې نوش کړ ، د خپل رب عزوجل سره ملاقي سو او د ژوندانه وروستی ارمان يې پوره سو .
انالله وانا اليه راجعون

دستورو کاروان له کتابه

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *