شهید ملا عبد الرحیم رفیق

شهید ملا عبد الرحیم رفیق

ګـــمـنــام اتـــــلان

۲

دشهیدملاعبدالرحیم رفیق ژونداوکارناموته لنډه کتنه

قال الله تعالی : وقاتلوهم حتی لاتکون فتنة ويکون الدين کله لله.
[ الأنفال : ۳۹ ]
ژباړه : اې مؤمنانو د دې کافرانو سره تر هغه پوري وجنګېږئ چې فتنه پاته نسي او ټول دين دالله جل جلاله لپاره سي .
افغانستان دجهاد او خپلواکۍ بښونکو مبارزو هيواد دی ، د دې هيواد دتاريخ تر نيمايي ډېره برخه د جهادي مبارزو جوړه ده . همدلته د نړۍ ډېر کبرجن طواغيت وهل سوي او له پښو غورځېدلي دي ، په افغانستان کې دناټو او امريکايي يرغلګرو له شکست سره په نړيواله سطحه دې هيواد ته دامپراطوريو قبرستان لقب ورکول سوی دی .
شهيد ملاعبدالرحيم رفيق د عبدالله اکا زوی د شهيد انجنېر عبدالکريم عادل صاحب ورور اصلي ټاټوبی يې د هلمند ولايت د ګريشک ولسوالۍ د مېرمندآب سيمه ده ، نوموړی په يوه متدينه او مجاهده کورنۍ کې زېږېدلی دی يوه اندازه ديني زده کړي يې په کوچنيوالي کې د کلي د عالمانو څخه کړي وې .
نوموړی يو عاجز ، خاکسار ، پوه ، هوښيار ، مدبر ، صابر ، او رحم دل انسان وو.

کوم وخت چي پرافغانستان امريکا وحشي يرغل وکړ ، رفيق صاحب هم جهاد شروع کړ ، دا چې دنوموړي کور په لښکرګاه داخل کې وو . نو اول يې نوبتونه د شهيد هيواد حاجي صاحب سره تېرول ، په نوزاد کې چي پر ولسوالی جنګ او حمله وسول ملاعبدالرحيم رفيق صاحب پر لاس زخمي سو بيا د تداوی لپاره پاکستان ته ولېږل سو ، لاس يې زيات خوږ وو
، خو رفيق صاحب داسي صابر څوک وو چې ملګرو به يې يو تربله پوښتنې کولې چي درفيق صاحب حال څنګه دی . ملګرو به يې ويل چي رفيق صاحب د خپل زخم په باب هيڅ هم نه وايي صرف همدا وايي چي ښه يم په عذاب نه يم او حال داچي ده به ټوله شپه د دردونو او تکليفونو دلاسه خوب نه سو کولای ، او داسي نور…
کوم وخت چي به رفيق صاحب په واشېر کي حمله وکړل نيمروز ته به په هغه ورځ ولاړی هلته به يې ځان خوندي کوی ؛ ځکه هغه وخت حالات داسي وه دښمن ډېر مغرور وو چي له کوم ځايه به ټک ورباندي وسو سمدستي به يې هلته دټانګونو او طيارو په مټ ځان رساوه نو ځکه به رفيق صاحب داسي کول ، نوموړی شهيد بيا دخپل ورور انجنېر عبدالکريم عادل سره ملګری سو دهيواد حاجي صاحب په اجازه ، بيا يې په مېرمندآب او زومبولي کې زيات خدمتونه وکړل ، نهرسراج او بندتېمور ته يې هم زيات تشکيلونه کول بيا دتواب اغا چې دښار د چريکي مجاهدينو مسؤل وو، د يو پلان د جوړولو په موخه يې د يو چريکي عملياتو امر ورکړی وو دوی هم بريد ترسره کړی ، دهدف دکاميابه کېدو وروسته چي دوی د پيښي د سيمي څخه دوتلو په لور روان سوه ، د دوښمن لخوا حمله ورباندې وسوه د يوه تن ملګري سره يو ځای دشهادت هسک مقام ته ورسېدی.
انالله وانا اليه راجعون
روح دي ښاد دهمت او غيرت يادونه دې تل ژوندي پاته وي.

#دستورو کاروان له کتابه

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *