څه روان دی؟ څوک دي؟ څه غواړي؟څه وکړي؟!

څه روان دی؟ څوک دي؟ څه غواړي؟څه وکړي؟!
لیکنه:انجینر ”انقلابي“وردګ
دا چي دیو طرفه دسوله خبري نږدی شروع کیدونکي دی،او له بله اړخه په هیواد کی ځیني پټې ورانۍ رواني دی اوهیچا نوي کړی ، څوک، څه او ولی کوی؟!
داچي افغانانو ډیري بي شمیره قربانۍ ورکړی او هدف یی نږدي کړی،ان شالله۔۔۔
نو په هیواد کي مو وژني، او وحشت کیږي، داڅوک دي؟
دا د کابل د اداري هغه کسان دی چي اسلامي شعایر،اسلامي اصول او دهیواد عامه منفعات دهیواد ارزښتونه سوله ورته دشخصي ګټي په خاطر ارزښت نلري، دوي دغلامي په ځنځیر کي لوړ حد ته رسیدلي
دا هغه کسان دی چي تراوسه یي دافغانانو ویني وځبیښلي او ماړه نشول، دوي اوس دسفر په حالت کي دي، غواړی دلاري خرچه دیو سفارت دهدف ترلاسه کولو لپاره د ملت وګړي نورهم شهیدان کړي،
دبله طرفه هغه کفری سفارتونه او سازمانونه غواړي دلته یوه داسي ډله ټپله ولري،چی په راتلونکی کي دغربي اونورو کفري مملکتونو اهداف ترلاسه او اسلامي نظام ته هرډول مشکلات ایجاد کړی،
ځکه ددغه کفري هیوادونو او هغه ټوپکیانو ګټه په جنګ اوبي ثباتي کی ده، که شریعت عملي شي دوي ته دغسي عیش او عشرت چیرته پیداکیږي، بهرني دافغان سولي او اسلامي نظام ضد هیوادونو دلته په جنګ کي تجارت ،قاچاق مفت،کانونه یی چي څرنګه زړه غواړي هغسی یي وړي، نو دغه کسان چي دومره په بیړه روان دي ، دوي کښت کړي! دوی ګلان ندي کرلی! ،اوس غواړي چي پدو وروستي حالت کي هم اعظمي ډول دخلکو په سترګو خاوری وشندی او ځانونه بهرني دوښمن ته وفاداره ثابت کړی،ترڅو وروسته ورته پنا وروړي دغه شرمنده غلامان، نه دافغانستان پکاریږي او نه ورته اړتیا لري،
دواحدصف ملګروصفونه منظم کړي، باید ددغه غلامانو ،سک شویانو او مجریمانو په پالیسي غلط نشي، خپل هدف ته درسیدو لپاره هیڅ فرصت لاسه ورنکړي،او خطرات وسنجوي،د داخلي او خارجي ظعیفو اوقوي نقطو څخه اعظمي استفاده وکړي،البته که هرچیري، هروخت وي ،دوښمن یوازي دحالاتو اظطراري کول غواړي، چي دوي او خارجي باداران یی ورڅخه استفاده وکړی، بیدار بیدار هیڅ فرصت له لاسه مه ورکوي.
دالله تعالی څخه داسلامي نظام سرتاسری سولي او خپلواکي غښتونکي یم.

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *