د اسلامي مقدساتو پر ضد د بي بي سي زهرجن تبلغات

د اسلامي مقدساتو پر ضد د بي بي سي زهرجن تبلغات

د اسلامي مقدساتو پر ضد د بي بي سي زهرجن تبلغات

ليکنه : بریال کندزی
په رسنيز ډګر کې شيطانې، خبيثې او د يهودو لخوا زيږېدلې رسنۍ (بي بي سي) چې د افغانستان لپاره په پښتو او درې ( فارسي) ژبو کې هم نشرات کوي، په ډېر مکر او درواغو سره د اسلام د مقدساتو سپکاوی شروع کړی چې عام ساده لوح مسلمانان نه پري پوهيږي، ددغې مشهوري، فاحشې، مکارې رسنۍ اسلام ضدو نشراتو ځيني کسان د خپل دين سره په دښمنۍ کې درولي دي.
راځم دې ته چې دغې مکاري او د يهودو لخوا کرايه سوې رسنۍ په ډير مکر سره د يو څو سيکولرو ښځينوو د ټويټر پوسټونه راخستي چې په دې جملې کې يوه د نرګس په نوم ده چې په خپل ټويټ کې يې ويلي دې له طواف کولو وړاندې زایرینو ته خبرداری ورکړل کېږي چې کېدی سي څوک لاس ور وړي. پلار مې د مور د ساتنې په پار د هغې تر شا طواف کاوه.”
دغه خبيثه او مکاره رسنۍ به دا دعوه کوي چې دا زموږ نه بلکي د هغې کاذبي ( نرګسې ) خبره ده چې کړي يې ده، او ممکن ځيني ناپوه کسان هم دا فکر وکړي،!
خو يا داسي نه ده که تاسو صرف د چا د خولې خبره نشرولای او په حقيقت کې تاسو بې طرفه او اسلام ضد نشرات نه کولای، د اسلام پر ضد تاسو نه واياست استخدام سوي، او د دين د تخريب پر ضد د يهودو لخوا معاش نه درکول کېدلای، که کومه ورځ مو د خپلو ورځني نشراتو تر څنګ ديني نشرات کولای، د خپلو يو ساعته لهو لعب خپرونو تر څنګ مو صرف د لسو دقيقو لپاره يوه اسلامي، ديني خپرونه لرلای، کومه ورځ مو طبي ديني نخسه تر خپلو خوښوونکو رسولي وای، که مو کومه ورځ د اسلام د بريا او کاميابی خبره کړي وې نو بيا به مو موږ ويلي وای چې حقيقت همدا دي چې تاسو يې واياست.
ستاسو جوړښت د اسلام پر ضد سوی، تاسو ته د اسلام پر ضد نشراتو معاش درکول کېږي، تاسو د عياشی، عريانی خپرولو او د ځوان نسل د بي لاري کولو لپاره د يهودانو لخوا استخدام سوي ياست، تاسو د اسلامي مقدساتو هيڅ قسم سپکاوې څخه مخ نه اړوئ.
اوس راځم د سيکولري، درواغجني، ( نرګس )کاذبي وينا ته ! دا ډيره په سپين سترګۍ سره وايې د طواف کولو نه وړانې زايرينو ته خبرداری ورکول کېږي چې کيدای سي څوک لاس وروړي !
لومړي به دې ته دومره ووايم: ستا پلار چې ستا د مور د ساتني په پار طواف کوی نو ولي يې ستا د ساتني په پار ستا تر شا طواف نه کوئ چې ځوانه او پيغله وي ؟
ما چې څومره تللي راغلي زايرين ليدلي داسي څه يې نه دي ويلي بلکي داسي يې ويلي چې د طواف څخه مخکې بالکل داسي کوم خبرداری زايرينو ته نه ورکول کيږي البته د لمانځه نه مخکې د لمانځه د اداء کولو لپاره هڅه کیږي چې ښځې او نارینه سره جلاشي. او هغه هم خپله بېله (فقهي) وجه لري.
او نوموړې مخکي بيا وايې پلار مې د مور د ساتنې په پار د هغې تر شا طواف کاوه.
دا چې د حج او عمري په مراسمو کې د مسلمانانو ګڼه ګوڼه زياته وي او د ډيرو انسانانو مثال لکه د سيلاب وي نو ټول هغه مسلمانان دا کوښښ کوي چې خپله ميرمن يا مور د حفاظت لپاره يې تر ځان مخکې کړي تر څو د خلکو تر پښو لاندي نسي او يا يې انساني سيلاب د خپل محرم څخه جلا يا نادرکه نکړي .
په اخيره کې دغو د بي بي سي کارمندانو ته وايم لکه څنګه چې شيطان خپلو کوچنیو شيطانانو ته امر کوي او دندي ورسپاري چې ووځئ مسلمانان ګمراه کړئ دوی هم وځي هغه کسان بي لاري او ګمراه کوي چې ايمانونه يې کمزوري او له خپل دين څخه لري وي او هغو مسلمانانو ته هيڅ ضرر نسي رسولای چې د الله مرسته ورسره او په حفاظت کې وي تاسو هم د خپلو دغو شيطانانو ورونو څخه د سيالۍ مقابله وګټله هغه ساده، ناپوه له دين څخه ناخبره او لري مسلمانان مو پخپل شيطاني جال کې راګير کړي دي.
تاسو عين هغه شيطانان ياست خو صرف جامه مو د انسان ده تاسو تر هغوی ډير خطرناک ياست يقيني چې هغو شيطانانو ته مو په سيالۍ کې ماته ورکړي.
څه چې تاسو ته د خپل مشر شيطان لخوا ويل کيږي په پوره معنی مو د خپل مشر امر پر ځای کړئ بلکي تر هغه مو لا ډير خدمت ورته کړئ، پکار ده چې د مشر شيطان لخوا درته مډال درکړل سي او هغه مياشتنۍ معاش چې تاسو ته درکول کيږي د هغه حق مو په کامله توګه پوره کړی خو ها! هغه مسلمانان چې د الله پر دين يې منګولي لګولي هيڅکله به ستاسو په شيطاني جال کې راګير نه سي يوازي دا نه چې ستاسو په شيطاني جال کې به راګير نسي بلکي ستاسو سره به تر هغه مقابله کوي تر څو چې يې نامراده کړي نه ياست او له خپل مشر شيطان څخه مو بيزاري اعلان کړي نه وي .

‏ ‏وما علينا إلا البلاغ….

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *