دطالبانو په دوره کې د هیواد علمي او فرهنګي حالت ته لنډه کتنه

دطالبانو په دوره کې د هیواد علمي او فرهنګي حالت ته لنډه کتنه

لیکوال عبد الحنان همت
کله چې په ۱۹۹۴ کې طالبان را څرګند سوه، دغه وخت د هیواد علمي او فرهنګي حالت سخت ځپل سوی و، دکابل په شمول په ټولو ولایتونو او ښارونو کې ملوک الطوائفي، فساد او قتل غارت حاکم و، له خلګو هرڅه هیر و، یوازي د خپل سر د ساتلو او د نس د مړولو په ارمان وو، په هیواد کې ټول علمي او فرهنګي مراکز تړل سوي وو او په هغو کې ټوپکیانو خپل مراکز جوړ کړې وو.
کله چې طالبان حاکم سوه د نورو کارونو تر څنګ یې دعلمي او فرهنګي مرکزونو په بیا احیاء او پرانستلو هم شروع وکړه، په داسي حال کې چې امکانات یې بیخي کم وو، خو بیا یې هم مورال له لاسه ورنه کړ او په خپل کار یې شروع وکړه. موږ هغه وخت په کندهار کې د طلوع افغان ورځپاڼه د حروف چیني په ماشین چاپوله، ماشینان دومره زاړه وه، چې د هغوی په چالانولو او انډل اړولو سره به د ډیرو ملګرو ځیګرونه خوږ سوه، خو بیا مو هم مورال له لاسه ورنه کړ، خپل کار ته مو په خورا مینه سره دوام ورکړی و او په لنډ وخت او کمو امکاناتو سره مو وکولی سوه چې د خلګو توجه یوځل بیا فرهنګي مسائلو ته را واړوو. زه یوه ورځ د طلوع افغان ورځپاڼې په دفتر کې ناست وم، چې د بي بي سي خبریال ډاکټر علي ارغنداوی را ننووت، ارغنداوي له توقع خلاف هلته مېزونه، کرسۍ، قلم او کتابونه ولیدل، سخت متاثر سو، د خبرو په جریان کې یې وژړل، ویل یې تېر کال زه له لندنه کندهار ته راغلی وم، په ټوله فرهنګي مینه د طلوع افغان ورځپاڼې دفتر او دکندهار دولتي مطبعې د لیدلو لپاره راغلم، چې ګورم دلته ټوپکیانو اطاق کې جوړ کړی، د چرسو بوی دی او د طلوع افغان ورځپاڼې د مدیر مسؤل په دفتر کې سپی تړلی و، وایې بس په ژړا له دفتره ووتم.
اوس دادی الحمد لله دهغه سپي پرځای مېز، قلم، کمپیوټر او کتابونه وینم او د چرسیانو پر ځای فرهنګي طالبان.
له پورتني خاطرې تاسو طالبانو ته د پاته فرهنګي او علمي حالت ښه انځور اخستلی سئ، دا حالت یوازي دکندهار نه و، بلکې په ټول هیواد کې همدا ناورین حاکم و.
طالبانو سره له دې چې په یوه قوي جګړه کې اخته وو او امکانات یې هم بیخي کم وو، خو د هیواد ټول علمي او فرهنګي مراکز یې خلاص او بیرته په ښه ډول سره فعال کړل، په ټول هیواد کې یې مکتبونه لېسې او پوهنتونونه فعال کړل.
د طالبانو په ورستیو دوو ک

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *