!په غلامۍ کې د ازادۍ مانورونه

!په غلامۍ کې د ازادۍ مانورونه

!په غلامۍ کې د ازادۍ مانورونه

 

عنایت الله خاموش
د زمري ۲۸ مه له انګرېز ښکېلاکګر څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۱مه کالیزه ده. له انګرېز ښکېلاکګرو څخه د هغه افغان اتلانو پواسطه خپلواکي ترلاسه کړل شوه چې خپل سرونه یې د خپل دین او هیواد د سرلوړۍ لپاره فدا کړل. که څه هم تاریخ لیکونکو امان الله خان ته د خپلواکۍ ګټونکي اتل نوم ورکړی او د غازي په لقب یې نازولی؛ خو له خپلواکۍ وروسته د امان الله خان کړنې د شک وړ دي… .
دا ورځ کابو هر کال لمانځل شوې او په افغانستان کې د وخت حکومتونو یې د لمانځنې امکانات چمتو کول.
مګر په دې وروستیو شلو کالو کې چې هیواد مو د امریکايي یرغلګرو تر مستقیم اشغال لاندې دی او دلته هره کېدونکې کړنه د دوی په خوښه ده، دا ورځ په خورا جوش سره لمانځل کېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د کابل اداره په رښتیا هم خپلواکۍ ته ژمنه، خپلواکه او چارواکي یې پر خپلواکۍ مین دي او که هسي ځان و ملت غولوي؟ حال دا چې اوس مهال افغانستان کابو د ۴۰ هیوادونو تر اشغال لاندې دی.
ماته خو په دې ورځ سخته خندا راځي چې کله و ګورم د کابل غلامه اداره او پلویان یې له انګرېز څخه د خپلواکۍ اخیستلو کالیزه لمانځي. ځکه د یو چا چې د ۴۰ شاوخوا هیوادونو د غلامۍ ځنځیرونه په غاړه وي، هغوی به په کوم مخ د استقلال له لمانځنې خوند واخلي؟ که چېرته همدغه غلام چارواکي چې نن د خپلواکۍ کالیزې په لمانځلو میلیونونه پیسې مصروفوي، په رښتیا هم په خپلواکۍ مین وي، بیا ولي د ۴۰ هیوادونو غلامي کوي او د هغوی… په څټ کې وړي؟ ایا د یوه ابر قدرت د اشغال په شتون کې، له بل ویلې شوي ابر قدرت څخه د خپلواکۍ جشن نیول، د ویاړ پر ځای شرم نه دی؟
نو په لنډ ډول ویلای شو چې اوسني مانورونه پرته له دې چې د ملت په سترګو کې خاورې وښندل شي، هغوی ته د امریکا اشغال کم رنګه ښکاره کړي، په دغه جشونو کې خپل جېبونه ډک کړي او د امریکايي اشغال په وړاندې عامه اذهان مغشوش کړي؛ بل هیڅ نه دی او اوسني مانورونه چې کوم کېږي دا ټول د تېر ايستلو او خپل جېب ډکولو په موخه دي، نه خپلواکۍ ته د ارزښت قایلېدلو په موخه. کله چې یو ملت د ۴۰ هیوادونو له لورې اشغال شوی او برحاله غلام حکومت یې د پردي سفارت له امر پرته هیڅ پرېکړه نشي کولای، په همغه حالت کې د خپلواکۍ جشن نیول، په دې مانا دي لکه خپله چې پر خپل ځان لعنت وايې.

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *