شریعت د چا اجازي ته اړتیا نه لري

شریعت د چا اجازي ته اړتیا نه لري

شریعت د چا اجازي ته اړتیا نه لري

لیکنه: امرالله عمران
په دیموکراتیکو حکومتونو کي قانون خپل مراحل لري، تر هغې چې دا مراحل تیر نه کړي نو قانون نه شمیرل کیږي، او چې قانون نه وي نو عملي کیږي هم نه.
او قانون مرجع او جوړونکې صلاحیت بیا د خلکو سره وي، تشریع د قانون مصدر یې خلک وي، دا چې د خلکو نظرونه مختلف وي نو بیا د اختلاف د لمنځه تلو لپاره اکثریت ته رجوع کوي، او دې ګڼو خلکو بیا د ځان د نمایندګۍ لپاره په اکثریت خلک پالمان ته لیږلي وی او هلته هغوي د قانون جوړونکې صلاحیت لري، چې هلته اکثریت هر څه ته حلال وایې حلال او که څه ته حرام ووایې نو حرامیږي به !؟
ژوندی مثال یې د ملګروملتونو دی چې کله یې په افغانستان حمله کوله نواکثریت یې دې حملي ته جواز ورکړ، نو دا دی موږ یې تر ننه ګورو چې د افغان وینه دوي ته حلاله ده، ځکه ملګروملتونو ورته جواز ورکړی.
همداسې د اکثره اروپایې ملکونو حالت ګوروو چې نن یې اکثریت یو قسم فیصله کوي، سبا بیا د هغې په خلاف قانون جوړوي.
کله د ځناورو سره واده ته مشروعیت ورکړي، او کله بیا د نر د نر سره او ښځه د ښځي سره واده ته مشروعیت ورکوي.
د شریعت بیا ددوي په خلاف ټاکل شوي او ثابت شوی اصول لري، چې د دین د پوره کیدو ورسته تر ننه پوري هیڅ تغیر پکې نه راځې او نه راغلی، او نه د اوسنیو د یموکراتو نظامونو په څیر چې مکمل عملي کولو لپاره د پارلمان منظوري ته اړتیا ولري، چې دا قانون تر څو د پارلمان نه تیر نشي یا ولسمشر توشیع نه کړي نو قانون نه ګڼل کیږي او نه عملی کیږي.
نه دا سې نه ده، شریعت د وي په خلاف د چا اجازي ته اړتیا نه لري.
ځکه اړتیا نه لري چې د ځمکو او اسمانونو حاکم، باخبره الله تعالی ددې منظوري ورکړي، او د عمل لپاره یې رالیږلي او مکمل کړي، نو بیا د کوم پارلمان او مشر منظوري ته هیڅ اړتیا نه لري، که یې منظوري او کنه!
د مکمل شریعت د عملي کیدو؛ مخالفینو ته ځواب:
دلته ځیني خلک چې د شریعت د ملکمل عملیکیدو یې اوریدلي نو داسې عجیب عجیب خبري کوي، چې اصلاً یې د اسلامې نظام شتون نشي منلی، خو په ښکاره یې مخالفت نشي کولی نو ځکه اوس وایې چې شریعت خو په تدریجي ډول راغلی په ۲۳ کالونو کې باید په تدریجي ډول عملي هم شي؟
د دین دوسیع او پراخه علم د نشوالي له امله اوس خلک په دې غلط فهمۍ کې مبتلا دي.
قران او شرعي احکام خو رښتیا هم په تدریج سره نازل شوي، خو کله نه چې دین مکمل شو، پس په بندګانو باندې مکمل شریعت لازم شوو، داسې کوم مثال نشته چې دین دې مکمل شوي وي او رسول الله صلی الله علیه وسلم دې چاته ویلې وي چې ته یوه میاشت ورسته عمل شروع که، شراب حرام شوي وي، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دې ویلي وي چې خیر دی ددې کلي خلک دي یو وخت څښي، داسې څه جواز نه په ایت کې شته او نه په حدیث او نه سالم عقل دا مني!
په هغه ورځ چې شریعت مکمل شوی دی ( الیو اکمل تم لکم دین کم) فرمان نازل شوی دی ، نو اوس حکم دا دی چې (اد خلو فی سلمي کافه ) پوره پوره په دین کې داخل شئ، اوس تدریج نشته، چې مسلمان نه یې نو نه به وي، چې مسلمان شوی یې نو پوره اسلام باندې به عمل کوي.
مولانه ګوهر رحمان رح په خپله تفسیر دوره کې همداسې خلکو ته څه عجیب جواب ورکوی، هغو ته چې وایې خلک لاتیار نه دي، معاشیره لا پاکه شوی او اصلاح شوی نه ده، نو د شریعت غوښته باید اوس پریښول شي اول باید معاشره سمه او قابل شي بیا به شریعت نافذ کړوو؟
نو مولانه ګوهر رحمان رحمه الله ورته بیا عجیب مثالې ځواب ورکوي:
چې یو مریض دی او ډاکټر هغه ته دوا ورکړي، او د مریض وارثه ورته وایې چې دواه خو ښه علاج دی خو مریض لا ددې دوایې قابل شوي نه دی، تر څو لږ ښه شي او د دوایې قابل شي نو هله به دوایې ورکړوو، نو ددې نه زیات کم عقل څوک کیدای شي ؟
ځکه مریض بغیر د دواینه جوړیداۍ نشي او دوي وایې ته صبر چې دا جوړ شي بیا به دوایې ورکړوو، نو چې مریض یوځل جوړ شي نو بیا دوایې ته څه ضرورت لري!؟
نو د مریض علاج په دوا کې دی، تر هغي نه ښه کیږي چې دوا یې نه وي خوړلي.
نو دمعاشري اصلاح د شریعت نه بغیر کیدای نشي، او دوي وایې ته صبر چې معاشره یوځل صالحه شي بیا به اسلام نافض کړو.
نو ټولنه به په څه صالحه کیږي؟ چې د شریعت نه بغیر ټولنه صالحه کیدای شوائ نو شریعت به الله تعالی له سره نازل کړي نه وو. ځکه د شریعت نه بغیر خلک نیکان شوو نو شریعت ته اړتیا نه پید اکیږي، نو شریعت او قران شفا رالیږل شوي تر څو ټولنه پري ورغیږي.
په شریعت سره خپله تولنه صالحه کیږي، شریعت د همدې لپاره نازل شوی، چې ټولنه د جهالت نه را وباسي، تاسې د عربو جاهله ټولنه وګورئ چې څنګه په شریعت سره ورغیدله هغه خلک چې غله او ډاکوان، وو هغه د خلکو ساتونکې شوو، هغه خلک چې بداخلاقه او خونخوار، او رزایل اخلاق پکې عادت وو، هغوې د اخلاقو میثالي نموني وګرځیدلي، زموږ ټولنه به کله هم د سعادت مقام ته ونه رسیږي، ترڅو چې مو مکمل شریعت نه وي عملې کړی، د قران کریم تقاضا هم دا ده چې په عملې کولو سره یې انسانان او ټولنه رغیږي، دا شفاده رالیږل شوی، کله چې کومه ټولنه ونه رغیدله نو مطلب دا چې دا قران مو پوره په ځان ندی عملي کړی.
د هغې ورځې په هیله چې د جاهیلت په خلاف، شریعت پوره پوره په ځان او ټولنه د عملي کولو وړتیا او استعداد راکې پیدا شي.
پای

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *