يو داعي کيسه کوي. په نيويارک کې مې خلکو ته وينا کوله.

يو داعي کيسه کوي. په نيويارک کې مې خلکو ته وينا کوله.

يو داعي کيسه کوي. «په نيويارک کې مې خلکو ته وينا کوله. ماښام نږدې و. په پای کې يو امريکايي راغی او ويل يې غواړم مسلمان شم. ما ورباندې کلمه تېره کړه، او ورته مې څو نومونه وړاندې کړل خو د ده خوښ نه شول». ويل يې «ستا زوی څه نومېږي»؟ ويل مې »حبيب الله، يعنې the beloved of God. دا نوم يې خوښ شو. ورته مې کړه چې سبا راشه چې په تفصيلاتو دې پوه کړم».
«سبا دا سړی راغی، یو غټ کتاب يې تخرګ کې نيولی. ترې مې پوښتنه وکړه: حبیب الله، دا څه دي؟» ويل يې: «بوکاړي». «زه پوه نه شوم خو چې کتاب مې وکوت صحیح بخاري و. نو پوښتنه مې وکړه چې دا دې له کومه کړ. وروسته معلومه شوه چې دا کتاب کوم سلفي ورکړی او ورته يې ويلي چې علماوو پسې مه ګرځه، همدا لوله او خپله پرې عمل کوه»!
نو دا عالم وايي چې همالته مې زړه کې د قرآن د اول سورت غیر المغضوب علیهم ولا الضالین آيتونه زړه کې وګرځېدل. دغو آيتونو کې يهودو او نصاراو ته اشاره ده. يهود ښه پوهېدل چې دوی په غلطه روان دي، خو خپل ضد، شخصي ګټو، ځان غوښتنې او غرور نه پرېښودل چې حق ومني. نصارا بیا د خدای ملنګان وو. د عیسی علیه السلام مينه دومره پرې غالبه شوه چې دوی ورته دنیا پرېښوده، هغه يې د خدای زوی وباله او بيخي افراط يې وکړ او بې لارې شول.
هغه وايي چې په دې زمانه کې مسلمانانو کې د يهودو ځای سلفيانو نيولی. پوهېږي چې په غلطه لار روان دي، حکومتونه يې غلط دي… خو شخصي ګټو او ضد نيولي. خلک له علماوو لرې کوي او په غلطه لار يې روانوي. او د نصاراوو ځای د برېلويانو په نامه هغې صوفي ډلې نيولی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مينه کې افراط کوي او له حقې لارې لرې شوي.

راځو د دې خلکو سیاسي منفي رول ته. اوس داسې وخت دی چې اسلامي نړۍ ډېره ګډه وډه ده. افغانستان اوږده جنګ ځپلی او راتلونکی يې لا هم مبهم دی. د منځنۍ آسیا هېوادونه تش په نامه آزاد دي. منځنی ختيځ د اور په لمبو کې سوځي. عراق تباه دی، سوریه برباده شوه، ليبيا په هغه حال ده.
او د پاتې هېوادونو حال خو داسې دی چې د مصري مفکر مرحوم دوکتور محمد عماره يوه جالبه ويډيو يې ښه شرحه کوي. هغه وايي تقریبا ټوله اسلامي نړۍ کې د امريکا اډې شته دي او تر هغې چې دا اډې وي، دا هېوادونه آزاد نه دي.
د اوسنۍ اسلامي نړۍ نقشه د استعماري دورې توليد دی. دا هېوادونه ټول جعلي دي. دومره ډېر هېوادونه د همدې له پاره جوړ شوي چې ستر غربي هېوادونه په کې خپل راج وچلولای شي او دا دی همداسې وشول.
اوس حالات دومره خراب دي، چې د سعودي په څېر هېواد اسراييلو ته د ملګرتیا لاس وړاندې کوي. امارات او نور خو لا پرېږده. او د دې کار د توجېه له پاره سلفي شیخان له قرآن او حديث څخه استدلال کوي! لږ له خدایه وېره په کار ده!
په دې ماشوم هم پوهېږي چې د سعودي او عموما سلفیانو سياست په کومه روان دی او ترکيه په کومه روانه ده. ترکيه تر اروپايي هېوادونو ډېر سيکولر هېواد دی او دا سيکولرېزم په کې نوي کلنه ريښه لري، خو اوس يې لوری کاملا بدل دی، ولو که ستونزې لا هم پرېمانه شته. د دې ښه نښه دا ده چې اسراييل، امريکا، فرانسه، جرمني او ټول غربي هېوادونه د اردګان سرسخته مخالفين او دوښمنان دي او دغه سلفي هېوادونه يې نازدانه بچيان دي.
د دې له پاره استدلال ته اصلا اړتیا نه شته. ټول پوهېږي چې څوک په کومه روان دي. زما بیا غوسه سلفي شیخانو ته راځي چې پر سکرينو څرګندېږي او دغو چټلو پاليسیو ته له قرآن څخه استدلال کوي او همدا وايي چې د اولو الامر مخالفت نه دی جایز، آن که فاحشه خانې جوړوي، که شراب خانې جوړوي او که له اسراييلو سره د ورورۍ لاس ورکوي…
دوی له اسراييلو سره د ملګرتیا له پاره، د شراب خانو او فاحشه خانو د جواز له پاره پر ترکيه استدلال کوي. په داسې حال کې چې د ترکيې دا هر څه د کمال اتاتورک ميراث دی. او په ترکيه کې صوفي علما د دغو کارونو په مقابل کې لکه غرونه داسې درېدلي دي. له سعيد نورسي نيولې تر شيخ ناظم حقاني پورې، دوی به پر سټېج درېدل او اتاتورک به يې د يهودو سړی باله، او دا هر څه يې د شيطاني فکر کارونه. سلفي علما خو د هر څه د جواز له پاره قرآن مسخه کوي.
دوی سخت له ټکرونو او تناقضونو ډک فکر لري. دوی په خپله د اسلامي خلافت پر وړاندې د دې له پاره پاڅېدل چې بدعتونه په کې دي او جګړه يې وکړه او د بې ګناه مسلمانانو تکفير يې وکړ او سخته وينه يې تويه کړه… د دې له پاره چې عام مسلمانان او د خلافت مشران د دوی په نظر مشرکين او بدعتیان وو…
که نن د اولو الامر د هر ښه و بد کار منل فرض دي، خو پرون خو هغوی هم اولو الامر و او مشران و. پرون هغسې حال و او نن دغسې حال دی! پرون د اولو الامر د پرزولو له پاره پلمې لټول کېدې، نن د اولو الامر د ساتلو له پاره پلمې لټول کېږي.
تاسې باور ورکړئ، پروني سلفيانو چې د خلافت پر وړاندې يې جګړه کوله، کټ مټ داسې کارونه يې کړي لکه نن يې چې داعش کوي. داعش هماغه فکر دی او د هماغه کارونو تکرار. خو نن ماډرن سلفي شیخان دومره بدل دي چې د فاحشه خانې د جواز له پاره استدلال کوي او د اسراييلو ملګرتیا له پاره اټنونه کوي.
اسلامي نړۍ کې دغسې ګډوډي پخوا هم راغلې. خو د خوشالۍ ځای دا دی چې دغسې بد حالات د يوه نېک پيل بشارت ورکوي. عموما د سختې مايوسۍ وروسته يو ستر بدلون راځي. دا د تاريخ قانون دی. دا دولتونه به سقوط کوي، ځکه دوی د خپلو خلکو او تمدن پر وړاندې ولاړ دي. خو دغسې سختو حالاتو کې معلومېږي چې کوم فکر د دې تمدن اصلي تمثيلوونکی دی او کوم يو د استعمار د ګټو له پاره نڅېږي.
لیکنه: زاهد جلالي

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *