اوس پوه شوئ چې خلک مو ولې جنازه نه کوي؟

اوس پوه شوئ چې خلک مو ولې جنازه نه کوي؟
نصیب ځدراڼ

تېره ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شمشاد تلوېزون سره مرکه وه. خبریال ترې وپوښتل چې “اوسنی نظام څنګه ارزوئ؟ د ملي امنیتي ځواکونو د پوځ د بسټونو په اړه خلک اندېښنې لري”. د ارغنداب ویډیو چې ګورم فکر وړی یم چې د نظام د شتون نه خلک اندېښنې لري که د نشتون نه؟

د درسو او امتحانو ورځې دي، کتاب راواخلم لږ یې وګورم خو ذهن ته مې راشي، په پوزه یې و وهه، غاښونه یې ورمات کړه، په دې یې زړه یخ نه شي، نو په جسدو ودرېږي، په لاس کې یې سګرېټ نیولی او بل ته وایي عکس مې واخله.
متاسفانه چې د داسې وطن اوسېدونکي یو چې مرګونه، چاودنې، بمبارۍ او چاپې مو د ژوند برخه ګرځېدلې ده او چې خپله یې نه وینو نو د ویډیوګانو په شکل کې داسې وحشتونه ټولنیزو رسنیو ته راشي خو دغه رنګ د وحشت عمل مې تر اوسه نه ؤ لیدلی.

برما کې بودایانو مسلمانان په تبرونو وهل او بیا یې ټوټې ټوټې اندامونه په کتار نندارې ته وړاندې کول خو د هغوی خو د دین دښمني ورسره وه، نه یې غوښتل چې نور مسلمانان هلته ژوند وکړي، غوښتل یې د دوی وطن پرېږدي، برما خو لیرې کیسه ده کندهار پنجوایې کې یو امریکایي عسکر (رابرټ بیلز ) شپاړس تنه شهیدان کړل بیا یې جسدونو ته اور ورته کړ، امریکایانو د شهیدانو په جسدونو بولې وکړې، دوی خو یرغلګر دي، د دې لپاره دا کارونه کوي چې نور عبرت ترې واخلي او د دوی سره مخالف یا مقاومت نه لاس واخلي، خو په اصطلاح افغان عسکرو په زړه کې کومه د انتقام جذبه وه چې د بې روحه جسد ته ولاړ دي او غاښونه ورباندې ماتوي؟

دویم ځل د ویډیو کتلو توان مې نه درلود چې پوره کیسه یې واورم خو یو عسکر وایي دا دالخوران دي او داسې نور چټیات وغږوي. د پنجابیانو په نوم یې زرګونه افغانان تر خاورو لاندې کړل؛ بلکې جسدونه یې هم په تبرو ټوتې ټوټې کړل خو عمل یې دا دی چې هره ورځ د کونړ میزایلونه شماري او د ډیورنډ کرښه په لویشتې کوي چې نن دومره تار ولګید او دومره ولسوالۍ یې په منځ دوه ځایه کړي. اصل کې دا د تره کي، کارمل، حفیظ الله مین او نجیب نسل دی، چې شعار به یې تورلنګیان وژل وو؛ خو په خپل هېواد کې د محصل، عالم، طبیب، معلم نه ونیسه تر بزګر هر هغه څوک یې وژل چې کمونیستان به یې نه خوښېدل. دوی ته عفوه وشوه او ثمره یې موږ په دښت لیلې، قلعه جنګي، باګرام، څرخي‌پلۀ او د ارغنداب غوندې سلګونو پېښو په شکل کې ولیدله.

زموږ په پکتیا کې له لسو ډېر داسې کسان شخصاً پېژنم چې پس له شهادت نه پس ګډو ځواکونو په څېرو تېزاب ور شیندلي وو، یا خو به یې پاتې خلک وېرول، یا به له دې وېرېدل چې د شهید ښکلا نور خلک مبارزې ته هڅوي، خو نه څوک ووېرېدل نه چا مبارزه پرېښوده، همداسې ټول افغانستان در ونیسئ، که په وحشتو، شکنجو او په ټوټې ټوټې کېدلو څوک وېرېدل نو داسې زرګونه ځوانان به نه پیدا کېدل چې له ځانه یې باروت وتړل، خپلو غوښو او هډوکو یې مرمۍ جوړې کړې او امریکایان یې دومره وټکول چې اوس د مذاکراتو په مېز ناست د تېښتې لاره غواړي، حقپال وژل کېدی شي خو حق نه شي ختمېدلی.

د روس د یرغل پر وخت اوږد انقلاب تېر شو، دواړو ډلو تر منځ لکونو کسان ووژل شول، خو لس داسې قبرونه راته په ګوته کړئ چې خلک دُعا ورته کوي چې د پلاني خلقي یا پرچمي قبر دی لاسونه ورته لپه کړئ، چې خدای دې وبښي، یا څوک په ویاړ دا خبره وکړي چې پلار مې خلقي و یا کمونیست و. همدا حال د اوسنیو ټامیانو وینم، دوی ګیله کوي چې په وطن مړ یم ملا مې جنازه نه کوي، کله وایي څوک مو فاتحو ته نه راځي، همدا اوس یې وګورئ چې هدیرو کې د طالبانو قبرونه څومره ښکاره دي او د دوی؟ د چا قبرو ته خلک دُعا ته ورځي او د چا د قبرو نه په څنګ تېرېږي؟کاش ته په وطن مړ وی، کاش تا په وطن ننګ کړی وی، کاش ته دومره نه وی وحشي، کاش دا ګیله دې هم نه کولی چې د اتو خویندو یو ورور وم، کاش دا دې هم نه ویلی چې غریب یم، چې غریب شوې نو خلک په تبرو ټوتې کوې؟ د امریکایانو کاروانونه ساتې؟د خپل ورور د کور دوازه ور ماتوې؟ د تربور په موټر کې د ډرون لپاره پتري اچوې؟ ته غریب نه بې غیرته یې، اصل برین واشنګ خو ستا شوی، یا صلیبیانو داسې روزلی یې چې خپل وطنوال د ځناور غوندې داړې. ستا لس شل جنایتونه د کامرو مخې ته راغلل د کامرو شا تا سلګونه داسې جنایتونه کړي.

د خبریال سوال مې ذهن کې تاو شي چې ویل یې خلک د دي نظام په اړه اندیښنې لري،دا عسکر د دي نظام اصلي څیره ده،کله یو نیم ملګری نصیحت وکړي چې د سولې پروسه روانه ده، دا خبرې پریږدئ، څنګه یې پرېږدو، کور کې مو د مارانو نسل رالوی شوی، ځان ته د نظام نوم ورکوي، څنګه به د دي نظام لاندي ژوند کوو؟ څنګه به دوی له خپلو ذهنو د خباثت وباسي؟ خدای مه کړه سبا که بل یرغلګر راغی نو څوک ویلی شي چې دوی به د یرغلګر لاس او سترګې نه جوړېږي؟ خفګان ځای دی نړۍ چېرې روانه ده او موږ چېرې روان یو؟

About The Author

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *