

لیکوال: قاري سعید خوستی
مشره: ستا یو همسنګره د عالم ارواح څخه پیغام درلیږم، له هغه ځایه چې دلته ټول هغه ملګري دي چې له الله تعالی سره یې کړي وعده رښتیا کړه، خپل مسؤولیت یې پوره کړ.
مشره: امیرالمؤمنین راورسیدو او دلته هم زموږ د ستوریز کاروان مشري کوي هغه امانت اداء کړ، وعده یې رښتیا کړه، په عهد یې وفا وکړه، نو هغه ته هم بدل ورکړل شو، هغه د صدق په مقام فایز دی، هغه دریمه عمري کرسي اشغال کړه .
مشره: څومره وینې به دیو سپیڅلي هدف لپاره بهیدلي وي؟ څومره ماشومان به یتیمان شوي وي؟ څومره تورسرۍ به کوڼډې شوي وي؟ څومره کورونه به وران شوی وي؟
مشره: زما دیتیمانو سوي کړیکې مې ډیر ځله په غوږونو کې انګازې کوي، کونډه میرمن مې لا هم د خپلو یتیمانو لپاره یو سرپرست غواړي.
مشره: زموږ وینه د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوه خو هسې نه چې زموږ د وینو سره د خیانت په جرم د الله تعالی د سختې سزا وړ وګرځې.
مشره: په خدای قسم دلته د پاکو وینو سره خیانت تر ټولو غټ جرم بلل کیږي هغه بله ورځ ستا خودخواهۍ او جاه طلبۍ ډیر وزورلم هلته چې تا د واحد او مرصوص صف د ماتولو هڅه وکړه.
مشره: کله دې زما هغه یتیمان هم یاد شوي چې اصلا هغوی خوشالي او اختر نه پیژني؟ هغوی چې د الله له لورې یو ولي او نصیر ته سترګې په لار دي .
مشره: زما له هغه وینو حیا وکړه چې د اسلامي نظام د اقامې لپاره توی شوې هغه بله ورځ مې په کور کې په کونډو او یتیمانو نوی ماتم ؤ کله چې هغوی واؤریدل چې تا د پردیو په لمسون ددې صف ټوټه کولو لپاره مټې رابډوهلي.
مشره: لاړ شه زما دیتیم بچي اوښکې پاکې کړه، یوه لحظه د هغه سوي کړیکو ته غوږ شه په خدای قسم مشره زما یتیم بچۍ نوي کالي نه پیژني، له سپورې ډوډۍ پرته بل خوراک نه پیژني، زما د کونډې میرمنې په لوند پلو رحم وکړه.
مشره: لاړ شه د هغې سپین سري مور له حاله ځان خبر کړه چې د خپل یوسف بچي په فراق کې یې یعقوبي سترګې له لاسه ورکړې، مور یې د راتګ په تمه ده خو بچۍ یې زموږ له کاروان سره ملګری شوی دی.
مشره: مشره تراوسه خو زما زخمونه لا تازه دي وینې مې نه دي وچې تا یې پرسر معامله شروع کړه.
د هغو انجام دې هیر شو چې د شهید د پاکو وینو سره یې بي باکي وکړه؟ ریاست مشري جاه او جلال یې غوره اوبلل؟ الله تعالی په هغوی د عذاب کوړه راواړوله هغوی په دنیا دومره ذلیله شول چې آخرالامر یې د کفر په صف ورګډ کړل.
مشره: هغه دیوال چې ته یې د ټوټه کولو ناکامه هڅه کوې زموږ په وینو یې خټې غږل شوي دي نو خبردار چې د خپلې دنیا او آخرت له تباهۍ به پرته بل څه په لاس درنه شي.
مشره: دلته ډیرۍ هغه ځوانان دي چې خپلې غوښې او هډوکي یې د هغه هدف لپاره باد کړي چې ته یې په لار کې په خڼډونو آچولو بوخت یې هغوی زموږ په کاروان کې د مالک الملک په دربار کې دومره سپیڅلي دي چې که د الله تعالی څخه د قیامت د نه قایمیدو غوښتنه وکړي الله تعالی به یې ورسره اومني.
مشره: څه فکر کوې که دې ددوی غوښو او هډوکو سره جفا وکړه او د ربانیانو او سیافانو په پله روان شوې نو ددوی خدای به تا همداسې پریږدي؟
نه نه مشره هیڅکله نه ؛بیا به د آی ایس آی او سي آي اې جنرالان ستا لپاره دالله له عذابه مانع ونه ګرځي.